نادري ناولده

«د مرګ سایه»! یوه نرسه اته ځله په عمر بند محکومه شوه

نن ټکی اسیا (سې شنبه، چنګاښ ۶، ۱۳۹۶ل): د کاناډا یوې محکمې هغې نرسې ته اتله ځله د عمر بند سزا واوروله چې اته تنه عمر خوړلې ناروغان یې وژلي وه.
«الزابیت وټلوفر» پنځوس کلنه نرسه ده، هغې د کاناډا په «انټاریو» ښار کې د عمر خوړلیو ناروغانو تداوي په غاړه لرله، خو د امنیتي ځواکونو د معلوماتو او محکمې د پریکړې سره سم هغې اته تنه ناروغان وژلي دي.

د محکمې قاضي د یادي نرسې په اړه ویلي دي چې دا «د رحم ملایکې» د صفت څخه ډېره لیري ده، بلکې دې ته باید د «مرګ سایه» وویل شي چې د ناروغانو پر سر ور تېره شوې ده.

ویل کیږي چې د کال ۲۰۰۷ څخه بیا تر ۲۰۱۴ پوري د انسولینو په زیاتو لګولو سره نوموړي نرسې خپل اته ناروغان وژلي دي.

باید وویل شي چې کاناډا یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اعدام سره مخالفت لري او د اعدام پریکړې هم په عمر بند باندي عملي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x