د ټایمز مجلې اغېزمن شخصیتونه: ټرمپ او ۸ کلنه سوریايي انجلۍ

نن ټکی اسیا (سې شنبه، چنګاښ ۶، ۱۳۹۶ل): د امریکا ولسمشر ټرمپ د ټویټر څخه خپل د افکارو او نظریاتو د خپرولو لپاره ډېر ښه کار اخلي، نوموړی ددې پر ځای چې په مخامخ خبري کانفرانسونو کې خپل نظر د رسنیو سره شریک کړي، په ساده توګه یې د خپل ټویټر له لاري نشروي او تر مخامخ خبري کانفرانس ډېر انعکاس اخلي.

د ټویټر په استخدام کې د نوموړي بریا ټایمز مجله اړه کړې چې ټرمپ د نړۍ په سطحه په انټرنیټي جال کې تر ټولو زیات اغېزمن شخصیت وبولي.

د نوموړي وروسته یوه ۸ کلنه سوریايي انجلۍ پر دوهم نمبر راغلې ده.

اته کلنه سوریايي انجلۍ «بانا العابد» نومیږي، د سوریې د حلب ښار څخه ده، کله چې سوریې ته حکومتي ځواکونه د دوهم ځل لپاره ور ننوتل، دا اړه شوه چې ترکیې ته هجرت وکړي.

بانا العابد د حلب څخه تر وتلو مخکې لیکلي وه: «پوځونه را ننوتل، کیدای شي دا مي د ژوند وروستی ورځ وي، رشتیا وایم، انټرنیټ نشته، هیله کوم ماته دعا وکړئ – فاطمه – حلب.د بانا العابد ټویټر اکاونټ توانیدلی چې تر ۳۶۵ زره زیات فالورز را جلب کړي، د دغه اکاونټ په اړه ویل کیږي چې د انجلۍ مور «فاطمه» یې اداره کوي.

بانا العابد په یوه ټویټ کې ټرمپ څخه پوښتنه کړې چې ایا زه تروریسته یم؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د