دیني، سیرت او تاریخ

آيا په دايمي جنت کې په تنګ کېدل شته ؟

زياتونه او ژباړه : منيب الرحمن رحماني

په دنيوي ژوند کې انساني فطرت داسې خاصيت لري چې که په مادي نړی او خوشاليو کې که هر څومره وي بلاخره په يوه نقطه کې پتنګ کیږي.

که څه هم په افغانی ټولنه کې زيات خلک په اخروي شيانو ميراثي او غيرتحقيقي باور لري،دا په دې معنی نه ده چې دوي دې باور نلري خو دا باور که دوي په قرآن،سنت او د علماؤ په تفسير ودروي نو دلته به د مسلمان نه مؤمن جوړ شي او بيا به دنني ذلت څخه خلاص وي.

دهمدی علمي کړکی نه دې سوال ته نظر کوو چې په دايمي جنت کې به انساني فطرت پتنګ نشي ؟

په جنت کې د شته نعمتونو او خوندونو کيفيت او حقيقت دا دی چې هېڅ نعمت خوند به يو دقيقه هم ثابت پاتې نشي،بلکه د همغه نعمت خوند به هر لحظه زياتېږي او دا به هميش همداسې دوام کوي.

فکر وکړي د الله سبحان فضل درباندې شوی او جنت ته تللي يې او يوه مڼه خوری نو کله چې مو د مڼي نه يو برخه وخوړه او دويمه برخه خوری نو متوجه به شي چې دلومړي برخې يا لومړي کپ/ګولې نه د دويم کپ خوند څو چنده زيات شوی دی ،دا خاصيت د ټولو نعمتونو لپاره حقيقت لري، زموږ فطرت تل ډېروالي غواړي اود جنت په نعمتونو کې تل ډېروالي دوام کوي.

که پام وکړو په دنيا کې که موږ هرڅومره ښه ژوند ولرو نو هڅه او خواست مو دا وي چې نور هم ښه ژوند ولرو،که هر څومره ښکلې ښځه ولرو نو هيله مو دا وي چې نور هم ډېره ښکلي وي، غواړو تل ځوان او هره ورځ نور قوي شو ځکه د انسانانو په فطرت کې دا خاصيت ځاي په ځاي شوي چې ډېر او هميشنې نعمتونه غواړي.

الله مهربان د بې اندازې قدرت خاوند دی،هغه چې همیشني ژوند ورکولي شي نو د همیشني لذت،قناعت ورکونکی،خوشحاله کونکی،زياتېدونکي نعمتونه هم ورکولی شي.

د اکثرو ايمان ضعيفه ځوانانو د ګمراهي سبب ايمان ضعيفه پېغلې شوي دي،حال دا چې ننی کبرجنه ښکلا به سبا وېښتان توروي بله ورځ به بيخي ځان پټوي ځکه دا ځوانی د همیشني ځوانی د ګټلو لپاره ورکړل شوي نه ددنيوي خوندونو لپاره.

ددنيا تر ټولو ښکلې ښځې نه به يوه جنتی هوره ۷۰ زره ځلې ښکلې وي،او يو جنتي ښځه به د جنتی هورې نه ۷۰ زره ځله ښکلې وي،همدا د زياتېدو خاصيت به دلته هم جواز لري،جنتيان به چې هره ورځ يو بل ګوري نو يوبل ته به قسم کوي چې تر پرون ډېر ښکلی شوی یې.

نو پکارده چې د هرڅه مخکې چې په څه مو باور راوړی لومړي علمي وڅيړو تر څو د تقليدي نه د تحقيقي ايمان خاوندان شو، بيا به د خپل عبادت نه خوند واخلو،هميشني عبادت به کوو، او پاک الله به راضي کړي شو.

د څو دقيقو دنيوي خوندونو لپاره د هغه چا خفه کول چې موږ يي له هيڅ نه پيدا کړي يو لويه نمک حرامي ده،

دجنت صفتونه دومره زيات دی چې زما قلم یی دلیکلو توان نلري او تاسې به يي په لوستلو کې عاجز راشی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x