
ننګرهار: د اختر په ورځ د امریکایانو په بمبار د یوې کورنۍ ۱۶ تنه وژل شوي دي / انځورونه
نن ټکی اسیا (سې شنبه، چنګاښ ۶، ۱۳۹۶ل): د اختر په لومړۍ ورځ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي الوتکو د بمبار له امله د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۶ تنه وژل شوي دي.
پېښه د اچین ولسوالۍ په «پيخه تنګي» سیمه کې را منځته شوې ده او پر ټولنیزو پاڼو د هغو ماشومانو انځورونه هم نشر شوي چې په بمبار کې وژل شوي دي.
د داعش ډلې خبري اژانس «اعماق» هم ددې خبر د تصدیقولو تر څنګ د ماشومانو انځورونه نشر کړي دي او د پيښې خبر یی ورکړی دی.
په خبر کې راغلي چې تېره ورځ (د اختر ورځ) امریکايي ځواکونو د اچین ولسوالۍ د پیخه تنګي سیمه کې بمبار کړی چې له امله یې د یوې کورنۍ ۱۶ تنه وژل شوي دي.
باید وویل شي چې نن د دفاع وزارت له لوري په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي چې نن د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بمبار کې ۱۲ تنه مخالفین وژل شوي او ۷ پټن ځایونه تخریب شوي دي.
آیاددی ظالم حکومت ظلم دهیریدودی چه پردی مظلومی کورنۍ یی بمبارکړۍ دۍ اوداماشمان یی داختردسرولاسوسره شهیدان کړی دی؟آیاداماشمان ترورستان وو؟دوی خوهغه ځای ته ولاړل چه دمسلمانانونهایی آرزوده خوپردی پانی دژوندیوزړونه یی دغمه ډک کړل الله دی دی ظالموکفاروته هغه جهنم ورکی چه ترهغه سخت وجود نه لری.په احترام عبدالواح اڅګزۍ
د مظلوم افغان ښيرا ته چي کور زما ورانوې کور دي ستا وران سي قوم ، ولس دي زما په څير ستا پر بيابان سي ورکيدو ته چي دي زما ده ملا تړلې نيست ، نابود دي د دنيا ستا نوم ، نښان سي تا چي زما و مرګ او ژوبلي ته مخ کړی دا مرګ ، ژوبله دي هم ستا په سر او ځان سي د جهاد په جرم سوځي مي چي اور کي درست بدن دي په سره اور کي ستا بريان سي د واده د شپې ناوياني دي کړې کوندي شپه او ورځ دي په کور ستا… نور لوستل »
ده هغه کمونستانو اواجیران اوقاتلین دی ددغومظلوم ملت دی دغو ته باید حکومت ونه ویل شی زکه هرهغه سوک چه دبل نکراوغلام اویاهر هغه ایداره چه وابسته اومزدوره وی هغه دهمغوی طاغوت نکراوغلام وی که سه فردوی که سه ایداره وی نواوس دغه هغه پخوانی کمونیستان وو اوس په یهودی نوکرسکولرستانو بدلشویی دی آمریکایی اوصلیبی د جالان په مظلوم ملت بمونه وروی په سرووینوکشی لت اوفت کوی هرسه یی ترخوارو لاندی کوی اودوی دی رزیل زامن تاید ددی کوی مزدور وزار ت دفاع اعلان کوی چه تورو ستان په هلاکت ورسیدل ده هغه رانده کمونیستان دی چه دروسانو په وخت… نور لوستل »