افغانستان

طالبانو په جلا- جلا پېښو کې پولیسو او اربکیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا: طالبانو په فاریاب او کونړ ولایتونو کې د یو شمېر مهمو قوماندانو په ګډون ګڼو ملي او محلي پولیسو ته د تلفاتو اړولو، خبر ورکړ.
د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد څو شیبې وړاندې نن ټکي آسیا ته په را استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې نن ماښام شپږ بجې د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ ګوسلک سيمه کې د سړک په سر د پوليسو په پوسته کې تاکتيکي قوي انفجار ترسره شو

چې له امله يې د پوستې کانتينري خونه بشپړه ویجاړه  او د پوستې د قومندان نورحبیب په ګډون ۸پولیس پکې ځای په ځای قتل او ۷ تنه نور مرګوني ټپيان شول.
همدارنګه د طالبانو بل رسمي ویاند قاري یوسف احمدي وايي،چې د دوی جنګیالیو پرون ماسپښین د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په تیمور کوپرک سېمه کې د المار او قیصار ولسوالیو ترمنځ پر غځېدلې لاره د د اربکیانو پر پوستو وسلوال برید کړی.

د ده په خبره ، د برید په پایله کې د اربکیانو فعال قوماندانان د چهلګزي ولسوالۍ پخوانی ولسوال حاجي غلام سخي او سید ارباب په ګډون پنځه تنه اربکیان ځای پر ځای وژل شوي او د اربکیانو د بل مشهور قوماندان نظام په شمول شپږ تنه نور سخت ژوبل شوي دي.
پر دې سربېره په برید کې دوه رینجر موټرونه ویجاړ شوي او یو یې روغ طالبانو ته په لاس ورغلی.
طالبانو په فاریاب کې له اربکیانو سره په مخامخ جګړه کې د خپل یوه ملګري له لاسه ورکول تائید کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x