
غزل/ عاکف مهاجر
عاکف مهاجر
د غمو وریځ مو په هیواد باندې وزرونه خواره
راځه اختره د رحمت باران شه و ووریږه
دلته یې پنډې هره څنډه کې رمې لیوانو
د شپيلۍ غږ د طالب یاره یو ځل وکړنګیږه
په لوغړن ترنم وایي دلته بورې ميندې
شهید بچیه په خوبو کې راته وغږیږه
سپينه بیرغه د هیواد په هسکو جګو څلیو
د سولې لمر شه ښایسته لمره ! زر شه وځلیږه
یوه یتیم څيرې ګریوان د بابا قبر ترڅنګ
ویلې هیواده نور اباد شه! نور خو و رغیږه
دازادۍ شماله راشه له وختو دې غواړو
خوږه نغمه شه په دې سیمو یوځل و چلیږه
سپينه بیرغه د عاکف د ارمانونو سره
دا مو ارمان ده په هیواد مو یوځل و رپیږه