نړۍ

د قطر امیر د ۱۳ غوښتنو جواب څرنګه ورکړ؟ / ویډیو

نن ټکی اسیا (سې شنبه، چنګاښ ۶، ۱۳۹۶ل): که څه هم تر اوسه قطر د سعودي او امارات د هغو ۱۳ غوښتنو جواب په رسمي ډول نه دی ورکړی چې په دې وروستیو کې ځیني کړي وې، خو د اختر په مناسبت د قطر امیر شیخ تمیم له یوه حرکته داسي ښکاري چې مخالف اړخونو ته جواب ورسېد.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد د اختر په مناسبت مشهور عالم شیخ یوسف القرضاوي یو ځل بیا په خپل قصر کې دعوت کړ او د کامرو په مخ کې يې هغه پر سر مچ کړ.

https://www.youtube.com/watch?v=lJWqSZCNNpw

شیخ یوسف القرضاوي د سعودي، امارات، بحرین او مصر له لوري په یوه تور لیست کې تروریست بلل شوی دی او غوښتنه شوې چې قرضاوي دي دوی ته وسپارل شي تر څو یې په خپلو هیوادونو کې محکمه او بندي کړي.

شیخ یوسف القرضاوي عمر تر ۹۰ کاله زیات دی، نوموړی ددې تر مخه د سعودي او امارات له لوري د اسلامي شخصیت په توګه پيژندل شوی او انعامات ورکول شوی دی.

شیخ یوسف القرضاوي د یوه عالم په حیث د اسلامي نړۍ د فقهې مرکز «مجمع الفقه الاسلامي» غړی وو، خو د قطر سره د اختلاف له امله د اسلامي رابطې له لوري د فقهي مرکز څخه ایستل شوی دی.

د اسلامي رابطې هغه بیان چې له مخي يې شیخ یوسف القرضاوي تروریست بلل شوی او فقهي مرکز څخه شړل شوی دی.

د شنونکو په نظر د اسلامي رابطې او اسلامي تعاون/کانفرانس ادارو له لوري د مسلمان هیوادونو په خپل منځي شخړو کې د اصلاح پر ځای د سعودي اړخ نیول ثابتوي چې دغه ادارې د سعودي د لاس آلې دي چې څرنګه یې وغواړي هغسي کار ځیني اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

ژوندی اوسرلوری دوی داسلامی ا مت سترفقیه اوجییدعالیم القرضاوی اوسرتیتی اوزلیله دوی دستردجالی استکبار اوانگریزی صلیبی اسگبارمزدوران اوسیخچه گان اوژندرالان نوکران ددین وینه مزدوران لکه دمصری مزدورژند اوسیخچه اودمزدوری تش په نامه ایدای نکرکرکران اوداسی چه په هرزای کشی وی …

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x