افغانستان

پاکستان يو ځل بيا پر کونړ ولايت ۲۱ توغنديز بريدونه کړي

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي چې پرون سه شنبه د پاکستاني پوځيانو لخوا پر کونړ ولايت ۲۱ توغنديز بريدونه شوي دي.
صديق صديقي وايي چې، دغه بريدونه پرون سه شنبه د غرمې له ۱۱ د شپې تر لسو بجو پورې روان وو چې، د دانګام ولسوالۍ پر سیان او خاره نومې سيمو کې لګيدلي دي.
ويل کيږي چې، دغه توغندي په داسې سيمو کې لګيدلي چې څوک پکې نه اوسي او کوم ځاني زيان نلري.
د يادونې وړ ده چې کونړ ولايت د ډیورند کرښې سره هغه ولايت دی چې، څو ځله د پاکستاني پوځيانو لخوا پرې راکټي بريدونه شوي او تر اوسه پکې لسګونه ملکي وګړي شهيدان شوي او ډېر مالي زيانونه هم اوښتي دي.د کورنيو چارو وزارت دغه بريدونه غندلي او له پاکستانه يې غوښتي چې، سمدستي دغه بريدونه ودروي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x