نړۍ

ناټو افغانستان ته د اضافي عسکرو پر لیږلو ناسته کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ چنګاښ ۱۳۹۶ل): ټاکل شوې چې سبا د ناټو غړي هیوادونو دفاع وزیران په بروسلز کې ناسته وکړي تر څو افغانستان ته د اضافي عسکرو پر لیږلو بحث وکړي.

د ناټو سازمان مشر سټولټنبرګ نن د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې د ناټو غړي هیوادونو دفاع وزیران به د اضافي عسکرو په شمول د افغانستان لپاره پر نوې ستراتیژي هم خبرې وکړي.

نوموړي وویل چې ناټو تر اوسه د طالبانو سره په مخامخ جګړو کې د برخې اخیستلو کوم پلان نه لري، بلکې د ناټو هدف به د افغان ځواکونو روزنه، مشوره او همکاري وي.

په غونډه کې د افغانستان سرپرست دفاع وزیر طارق شاه بهرامي هم ګډون کوي.

باید وویل شي چې د امریکا دفاع وزیر جمیس ماټیس به هم په دغه ناسته کې ګډون کوي، نوموړي ددې تر مخه په کانګریس کې ویلي وه چې افغانستان کې ددوی جګړه بایلونکې ده، خو دوی به اوس نوې ستراتیژي جوړه وي تر څو دا حالت بدل کړي.

ویل کیږي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د اضافي عسکرو اختیار او جګړې پر مخ بیولو ټول اختیار دفاع وزارت ته ورکړی، که څه هم تر اوسه د ناټو هیوادونو د اضافي عسکرو شمېر په اړه معلومات نه دي خپاره شوي خو ویل کیږي چې امریکا به ۴۰۰۰ اضافي عسکر را لیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x