افغانستان

محقق او عطا نور د جنرال دوستم د لیدلو لپاره ترکیې ته رسیدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د بلخ ولایت والي او جمعیت ګوند مخکښ مشر عطا نور او د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال محمد محقق د لومړي مرستیال جنرال دوستم د لیدلو لپاره ترکیې ته تللي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم د «ایشچي» په قضیه کې د څو میاشتو د نظر بندۍ وروسته ترکیه ته تبعید شو خو نوموړي ویلي وه چې د علاج لپاره ترکیه ته تللی یم او ډېر ژر به را وګرځم.

جنرال دوستم څه موده مخکي کله چې په کابل کې د ګډحکومت پر ضد لاریونونه وشول، هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې علاج یې په ختمېدو دی، ډېر ژر به کابل ته را ستون شي.

د کتونکو په باور جنرال دوستم چې تر اوسه هم د ولسمشر اشرف غني برحاله لومړی مرستیال دی، د ترکیې څخه د حکومت پر ضد دهر مخالفت او سیاسي جریان ملاتړ کوي.

نوموړي په روژه کې د معترضینو خیمو ته روژه ماتونه هم ور ولېږل او احتجاجونه یې د هغوی حق وباله. معترضینو غوښتل چې ولسمشر او اجرائیه رئیس باید نور له دندو ګوښه شي.

د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت الله فراهمند رسنیو ته ویلي چې عطا نور د جنرال دوستم د زوی «باتور دوستم» په کوزده کې د ګډون لپاره ترکیې ته سفر کړی دی.

باید وویل شي چې څه موده مخکې د جنبش ملي ګوند کابل میشتو مشرانو مزارشریف ته سفر کړی وو او هلته یې د جنرال عطانور سره ملاقات کړی وو، په هغه وخت کې ویل شوي وه چې کیدای شي دواړه ډلې یو له بل سره د حکومت پر ضد لاس یو کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

If US really wants steady Afghanistan, it should get rid of the warlords. very easy

Sladayn amrany

سه تبصره وکو غلامان کور کلی وینه مو خرسوی،رمونگ دوزلونه اتل کیگی ملی مشر کیگی سونه چه غط غلا وی نلیواله تولنه هغه راولی مونگ په باندی ددموکراسی تمرین کوی . دغه دوستم،محقق،عبدالله گی چا د کوم رای نه راولل،اودغه نظام جول که چه دهیچ چا په گته نه ده آ یا دغه خلک ولس نی پیزنی نلی واله تولنه نه پیزنی دودی لاس دملت په وینو کی سره نه ده دوی جگره ته لمن نه وهی جگره ددوی په گته نه ده دوی جنگ سالار نه دی سنگه اوس دوی ما باندی مینه کوی زمونگ وطن ودانه ولو دپاره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x