
اشرف غني د امریکا د لوی درستیز څخه کابل ته په راتګ مننه کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ چنګاښ ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د امریکا لوی درستیز په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته ورسید او په اړه یې د امریکا رسنیو وویل چې نوموړی د امریکايي ستراتیژي د وروستی ارزونې لپاره په کابل کې د ناټو، امریکا او افغان چارواکو سره ګوري تر څو د اضافي عسکرو او نوي ستراتیژې په اړه وروستۍ ارزونه وکړي.
د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني هم د لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ سره وکتل او له نوموړي څخه یې د امریکا او ناټو هیوادونو پر دوامداره تعهداتو او خدمتونو مننه وکړه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي «د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس په دې کتنه کې له جنرال جوزف ډنفورډ څخه د افغانستان د امنیت د تامین په خاطر د امریکا متحده ایالاتواو د ناټو غړو هېوادونو د دوامداره تعهداتو او په دې هېواد کې د نوموړي د خدمتونو له امله مننه وکړه».
د ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي چې جنرال جوزف ډنفورډ به د افغانستان وضعیت په هر اړخیزه توګه وارزوي او پر اساس به یې د ځواکونو د زیاتولو لپاره خپل وړاندیزونه برابر کړي.
باید وویل شي چې سبا به د امریکا دفاع وزیر او د ناټو هیوادونو دفاع وزیران په بروسلز کې یوه غونډه وکړي، ټاکل شوې چې په دغه غونډه کې به د اضافي عسکرو پر شمېر هم بحث وشي.