fbpx

ونزویلا کې په تښتول شوي چورلکې پر حکومتي ودانیو بمبار / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ چنګاښ ۱۳۹۶ل): په ونزویلا کې په حکومتي چورلکه ستره محکمه او یو وزارت په نښه شوي دي.

د رسنیو په حواله دغه چورلکه د پولیسو یوه پیلوټ او یو شمېر نورو دولت ضدو عناصرو تښتولې وه او بیا یې د سترې محکمې او یوه وزارت پر ودانیو بمبار په کړی.

د راپورونو سره سم چورلکې لومړی د کورنیو چارو پر وزارت ۱۵ ډزې کړي او بیا یې پر ستره محکمه باندي ۴ بمونه غورځولي دي.

د ونزویلا ولسمشر «مادرو» ویلي چې ژر به چورلکه او د هغې تښتونکې بیرته ونیسي او زیاته کړې چې د هیواد ټول پوځي ځواک ته امر شوی چې په هیواد کې امنیت خوندي کړي.

نوموړي څه موده مخکې د امریکا د ولسمشر ټرمپ څخه غوښتې وه چې نور دي د امریکا سیاست بدل کړي او په ونزویلا کې دې د امریکا لاسوهنو ته د پای ټکی کښيږدي.
نوموړی تور پور کوي چې امریکا د ونزویلا په داخلي چارو کې لاسوهنې کوي او د حکومت پر ضد مخالفینو سره مرسته کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د