نړۍ

سوریه: سي ان ان د رقه ښار دننه څخه ویډیو خپره کړه / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ چنګاښ ۱۳۹۶ل): په عراق کې د داعش وسلوالو له لاسه د موصل ښار ووتی او اوس ددوی پر دوهم لوی ښار «رقه» باندي جګړه روانه ده.

رقه ښار چې په سوریه کې د داعش پلازمینه بلل کیږي، د امریکايي ایتلاف او الوتکو په ملاتړ کردي ځواکونو عملیات باندي پيل کړي دي او د ښار ځیني برخې يې نیولي دي.

د داعش له اجازې پرته په دغه ښار کې مخکې د ویډیو جوړولو سزا اعدام وو، خو د سي ان ان تلویزون یوه تازه ویډیو تر لاسه کړې چې په کښي د رقه ښار بازارونه عکاسي ښوي او داعشي وسلوال په کښي ښودل کیږي.

د سي ان ان په وینا دغه ویډیو پر دې دلالت کوي چې داعش په رقه ښار کې کمزوری شوی.

په ویډیو کې ځیني داعشي وسلوال ښکاري چې ځانته نوي جامې اخلي او په خپلو کې په روسي ژبه خبرې سره کوي.

په ښار کې دننه پر بامونو باندي غټې پردې ځوړندي شوي تر څو الوتکې د داعش وسلوال په نښه نه کړي.
سي ان ان ویلي چې د داعش وسلوال اوس په ښار کې په نظامي موټرو کې نه ګرځي بلکې د بمبار څخه د ځان ساتنې په خاطر ملکي موټر کاروي.

د یادونې وړ ده چې د داعش پر ضد جګړه کې امریکا او ورسره ایتلافي ځواکونو په سوریه او عراق کې په زرګونو ملکي وګړي بمبار او ووژل او په زرګونو نور یې له خپلو سیمو هجرت ته اړ کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x