افغانستان

ځلاند: غني او عبدالله پر ډیورنډ کرښه د پاکستان سره پټه معامله کړې ده / انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د کابل پوهنتون استاد او دسیاسي چارو کارپوه ډاکټر فیض محمد ځلاند ویلي چې د ګډحکومت دواړو مشرانو «اشرف غني او عبدالله» د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان حکومت سره پټه معامله کړې ده.

نوموړي دغه خبري وروسته تر هغه کړي چې د پاکستان ځواکونو په سپين بولدک کې هغه سیمې تر خپل ولکې لاندي راوستلې چې څه موده وړاندي د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه باندي شوې وه.

د وروستیو راپورونو سره سم پاکستاني ځواکونو په سپين بولدک کې د لقمان او جهانګیر په نامه کلي د افغانستان څخه جلا کړي دي او اغزن تارونه یې ځیني را تاو کړي دي.

په یوه ویډیو کې چې په دې وروستیو کې نشر شوې، لیدل کیږي چې د لقمان په کلي کې د اختر په ورځ پاکستاني جګپوړي جنرالان ګرځي، پر کلي اغزن تارونه را تاو شوي دي او پاکستاني ځواکونه ګزمې په کښي کوي.

دا هغه سیمه ده چې څه موده مخکې افغان سرحدي ځواکونه خپله بللې وه او د پاکستانی ځواکونو پر نفوس شمېرنې ټیمونو یې ډزي کړي وې او جګړه نښتې وه، چې په ترڅ کې ددواړو خواوو په لسګونو عسکر او ولسي وګړي وژل شوي وه.

د کندهار خبریال او بینوا وېب پاڼې مسؤول چلوونکی خالد هادي تر ټولو مخکې د اغزن تارونو او پاکستان د تیري خبر ورکړی وو، نوموړي ویلي وه چې د سپين بولدک تر ټولو ګڼ مېشته سیمه چې ۵۰ کیلو متره مربع ځمکه لري، د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق او د هغه ورور تادین پاکستان ته د یوې معاملې په ترڅ کې سپارلې ده.
تادین د جنرال رازق ورور دی، کندهار ته د رازق د بدلون وروسته نوموړي ته د سپين بولدک امنیت او هر څه په میراث پاته شوي دي.

ویل کیږي چې تادین او رازق په سپين بولدک کې شخصي زندانونه هم لري او په ښار کې په ناقانونه توګه د تجارانو څخه ټکسونه او ګمرکونه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا چه کرزی ، ع او غ د امریکا په مشری ۴۸ هیوادو سره په ښکاره معامله کړی کرزی په نیمه شپه او ع او غ د ورځی په لمړی شیبو کی د امریکا سره د غلامی او بلواکی تړون په ډیره ویاړنه او لیوالتیا لاسلیک کړو ، نو د پاکستان سره چه زمونږ ګاوندی دی او ګاوندی تر ټولو لمړی حق لری په پټه څه که په ښکاره ورسره معامله کیږی زړه مو ولی چوی د ع او غ تر ۴۸ د شنو سترګو او سرو ویښتانو تر لونډانو خو د خاورینو او تورو سترګو او تورو ويشتانو پنچابیان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x