په سوریه کې د امریکايي ځواکونو په بمبار ۴۰ ملکيان وژل شوي دي / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د سوریې په دیر الزور ښار کې د امریکايي ځواکونو په بمبار ۴۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا په دغه بمباریو کې اکثره وژل شوي کسان ماشومان او ښځي دي.

د سوریې یوه خبري اژانس «سانا» د ځايي سرچینو په حواله ویلي چې امریکايي الوتکو ته ورته الوتکو د دیر الزور په «دبلان» کلي کې پر کورونو بمبار کړی چې له امله یې د زیات تخریب تر څنګ ۴۰ ملکیان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.

همدې سرچینو ویلي چې نن د چهار شنبې له ورځې راهیسي د بمباریو له ویري د سیمې خلک اړ شوي وه چې خپل کلي ، حیوانان او هر څه پریږدي او د صحراوو پر خوا وتښتي.

باید وویل شي چې په سوریه او عراق کې ازادي سرچینې د امریکایانو او د هغوی د ایتلافیانو په بمبار د زرګونو ولسي وګړو د وژل کېدو خبرونه ورکوي خو د امریکا حکومت یوازي د سلګونو وژنه مني او نور ټول وژل شوي کسان د داعش ډلې وسلوال بولي.

دا په داسي حال کې چې د روسیې او سوریې پوځي الوتکو په بمباریو هم زیات شمېر ملکیان وژل شوي دي او د سوریې اکثره ښارونه په کنډوالو بدل شوي دي.

لاندي ویډیو په موصل ښار کې د امریکا ایتلافي الوتکو د بمباریو یوه نمونه ده:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د