نړۍ

هندوستان: د غوا عبادت کوونکو مسلمانان په احتجاج را وایستل / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د هندوستان په مختلفو ښارونو کې په زرګونو مسلمانان دېته اړه شوه چې ددوی سره د تبعیضي چلند پر سر په لاریون لاس پوري کړي.

تېره ورځ د هند په پلازمینه نیوډیلي کې په زرګونو مسلمانان را ټول شول او د حکومت پر ضد یې غږ اوچت کړ.
په ورته توګه په ممبئي ښار کې هم په سلګونو مسلمانان او اعتدال خوښوونکې هندوان را ټول شول او د حکومت څخه یې وغوښتل چې پر مسلمانانو دې د بریدونو مخنیوی وکړي.

ویل کیږي چې په نورو لویو ښارونو په شمول په لندن او اورپا کې هم خلک را ټول شوي او لاریونونه یې کړي دي.

دا لاریونونه وروسته تر هغه کیږي چې تېره جمعه د نیو ډیلي په ایالت کې ۲۰ کسانو پر څلورو مسلمان ځوانانو برید کړی او په چړو یې وهلي دي چې له امله یې یو ځوان مړ او نور سخت ټپيان شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا په اور ګاډي کې د چوکیو پر سر لفظي شخړه په خونړۍ هغه وخت بدله شوه کله چې هندوانو پر مسلمانانو تور پوري کړ چې دوی د «غوا غوښې» خوري.

هندوان چې غوا مقدسه بولي او عبادت یې کوي، د مسلمانانو سره د هغې پر غوښه خوړلو سخت نفرت کوي او له همدې وجې څخه اکثره وخت پر مسلمانانو بریدونه کوي چې له امله یې په وروستیو کلونو کې په لسګونو مسلمانان وژل شوي دي.

په هندوستان کې ۱۴ سلنه مسلمانان دي او ۸۰ سلنه هندوان دي.

د حقوق بشر ادارې وايي چې د هند لومړي وزیر په شمول د حکومت چارواکي د مسلمانانو پر وړاندي د تاوتریخوالي د پيښو په وړاندي جدي عکس العمل نه ښيي چې له امله یې دغه پيښې ورځ په ورځ زیاتیږي.

سخت دریځی هندو نریندرا مودي په کال ۲۰۱۴ کې د انتخاباتو له لاري لومړی وزیر وټاکل شو، د نوموړي په ولسمشرۍ کې په ځانګړې ډول پر مسلمانانو باندي بریدونه زیات شوي دي.

دغه سرچینې وايي چې په وروستیو ۳ میاشتو کې د مسلمانانو د وژل کېدو ۵ پيښې په سپينه ورځ او ډکو بازارونو کې را منځته شوي دي، او زیاتوي چې په دې وروستیو دوه کلونو کې د «غوا ساتونکو ډلې» د هیواد په مختلفو برخو کې را پيدا شوي دي چې له امله یې د مسلمانانو پر وړاندي د تاوتریخوالي پيښې زیاتې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x