نړۍ

ایران وايي نور په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نشته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د ایران د پارلمان مشر علي لاریجاني د افغانستان د ولسي جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمي سره په لیدنه کې ویلي چې نور په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اړتیا نشته ځکه چې په وینا یې د بهرنیو ځواکونو شتون د افغانستان پرمختیايي چاري د خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي. نوموړي همدرازا ویلي چې د افغانستان ولس نور دا توان لري چې د بهرنیو ځواکونو له شتون پرته د خپل هیواد ساتنه وکړي.

باید وویل شي چې نن د بلجیم په پلازمینه بروسلز کې د ناټو دفاع وزیران یوه ناسته کوي او ټاکل شوې چې په دغه ناسته کې به یوه مهمه موضوع افغانستان ته د اضافي ځواکونو لیږلو او د هغوی پر دندو باندي وي.

که څه هم د ناټو سازمان مشر سټولټنبرګ ویلي چې د اضافي عسکرو دنده به د افغان ځواکونو روزنه، مشوره او همکاري وي، خو د دې تر مخه د امریکا جګپوړو پوځي چارواکو ویلي وه چې د اړتیا په صورت کې به بهرني ځواکونه د طالبانو سره په مخامخ جګړو کې هم برخه اخلي.

باید وویل شي چې اوس هم بهرنیان په افغانستان کې په شپنیو چاپو او هوايي بمباریو کې فعاله برخه اخلي چې له امله یې د اختر په ورځ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۱۶ تنه غړي ووژل شول.
د امریکايي دفاع وزیر جیمس ماټیس په وینا امریکا د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي جوړوي چې له مخې به یې د امریکا ۱۶ کلنه ناکامه جګړه په ګټه تمامه شي. نوموړي تر اوسه د خپلې نوي ستراتیژې څخه پرده نه ده پورته کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x