ورزش

فټبال: چیلي په نیمه پایلوبه کې پرتګال ته په ۳-۰ ماتې ورکړه / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ چنګاښ ۱۳۹۶ل): تېره شپه ناوخته په روسیه کې د نړیوال کنفیډریشنز سیالیو په لړ کې د چیلي او پرتګال تر منځ لومړی نیمه پایلوبه وشوه، چې چیلي په ۳ ګولونو وګټله.

ددواړو ډلو تر منځ د لوبې اساسي وخت ۹۰ دقیقې او اضافي وخت ۳۰ دقیقې په صفر ګول برابر پایته ورسېد او پینالټیو ته لوبه برابره شوه، چې د چیلي ګول ساتونکي په پرله پسې ډول ۳ ځله خپل ګول وساته. خو په مقابل کې د پرتګال ګول ساتونکی ونه توانېد چې یو ګول هم را وګرځوي او په دې توګه پرتګال د سیالیو څخه ووتی.

د نړیوال کنفیډریشنز کپ دوهمه نیمه پایلوبه نن د پنجشنبې په ورځ د جرمني او مکسیک تر منځ تر سره کیږي چې ګټونکی به یې د چیلي سره د یک شنبې په ورځ لوبه وکړي.

باید وویل شي چې په دغه سیالیو کې د نړۍ د ۶ لویو وچو څخه ۸ هیوادونه ګډون کوي او هر څلور کاله وروسته د فټبال د نړیوال فیډراسیون «فیفا» له لوري تنظیمیږي.

سږ کال دغه سیالۍ په روسیه کې د پرتګال، جرمني، روسیه، مکسیک، نیوزیلانډ، اسټرالیا، کامیرون او چیلي هیواد تر منځ روانې وې چې پر دوه ټولیو ویشل شوې وه او نیمه پایلوبې ته چیلي = پرتګال او جرمني = مکسیک وتلي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x