کرکیټ: شاهد افریدي د نړیوال کرکیټ څخه خپل تقاعد اعلان کړ

shahidنن ټکی آسیا: د پاکستان د کرکیټ ځلانده ستوري او پخواني کیپټن شاهد افرید د نړیوال کرکیټ څخه نن په کراچي کي خپله تر وخت دمخه تقاعد اعلان کړ.

د ځینو سرچینو له مخي ددې تقاعد د اعلان تر شا د شاهد افریدي او د پاکستان د کرکیټ د ادارې تر منځ هغه اختلافونه دي چي په دې ورستیو کې منځته راغلي وه.

شاهد افریدي وویل چي دی تر داسي یو ادارې لاندي لوبه نشي کولای چي خپل مشر او پخواني تجربه کارو لوبغاړو ته هیڅ احترام نه لري.

نومړي وویل چي زه نه شم کولای چي دداسی خلګو سره کار وکړم چي په پاکستان کې د کرکیټ د ودې او پرمختګ لپاره یو څو توري هم نشي زغملای.

شاهد افریدي زیاته کړه چي د لوبډلي د کوچ دنده داوي چي د خپل ټیم د ښه والي او پرمختګ لپاره کار وکړي.

ده وویل چي زما لپاره دا ډیر د افتخار ځای دی چي زما تر مشري لاندي د پاکستان ټیم ځان د کرکیټ په نړیواله اتلولی کي سیمي فاینل ته ورسوی.

د یادوني وړ ده چي شاهد افریدي خپلي وروستۍ لوبي څو ورځي تر مخه په ویسټ انډیز کي وکړي، او کله چي بیرته خپل هیواد ته را ستون شو، نو په هوايي ډګر کې وویل چي د کرکیټ په ټیم او اداري کې باید هر سړی د خپل کار سره کار ولري، هغه د پاکستان کوچ وقار یونس ته په اشاره سره وویل چي نومړی دده په کار کې مداخلت کوي.

چي همدا خبري د پاکستان د کرکیټ د لوبي ادارې (پي سي بي) نومړي د پاکستان د کرکیټ د لوبډلي د مشری څخه لیري کړ.

نومړي د آیرلینډ په خلاف د لوبو څخه هم معذرت غوښتلی وو، او ویلي وو چي د خپل پلار د مریضی په خاطر غواړي د هغه سره تر څنګ واوسیږي.

شاهد افریدي په نړیوال کرکیټ کې یو له هغو لوبغاړو څخه دی چي د کرکیټ د لوبي سره مینوال يې د نړی په ګوټ ګوټ کې پيژني، او اکثره پاکستانیان او بهرنیان صرف د نومړي د لوبي او سټایل د کتلو لپاره میدانونو ته راځي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.