نظــر

قطب الدین د ګلبدین پېش قراول! (د تناقضاتو لړۍ)

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي له تناقضاتو سره پیل شو، دوام یې وکړ او دا دی پای یې هم له تناقضاتو سره تړلی راغی. ما پخوا دا خبره کړې وه «ګلبدین رواني ستونزه لري» یوه بل ملګري لیکلي و «حکمتیار معاف دی!». دا وړاندوینو ښايي هغه مهال د ګلبدین د هغه مهال پلویانو ته تبلیغاتي او عقده يي لیکنې ښکاره شوې وي مګر اوس دا دی دا خبره ورو ورو ثابتېږي.

مخکې له دې چې خبره راپیل کړو د حکمتیار د شخصیت او کفایت په اړه څو کرښې لرم. پاکستان د حکمتیار تر ټولو قوي ملاتړی و. منابع ډېر ول. حمایتونه بې شمېره وو. په کوردننه هم د پلویانو کمی نه و. حکمتیار ولې ناکام او تر دې دمه په سیاسي ډګر کې سرګردانه پاته شو؟ ګلبدین حکمتیار ډېر سخت خودخواه، جاه طلب، شخ کله، سرټمبه او بې تدبیره انسان دی. د رهبرۍ تر ټولو کوچنۍ ځانګړنه هم د ده په شخصیت کې څوک نه شي را په ګوته کولای. د حکمتیار دغه پرېوتي صفتونه وو چې حزب یې وپاشه او دی يې تر ننه سرګردانه کړ.

په حزب کې رښتیا هم چې ډېر تکړه شخصیتونه وو یو مهال مګر نن له هماغه پراخ حزبه حکمتیار ته یوازې د ده زوم، غیرت بهیر او کشری زوی، حبیب الرحمن پاته دي. دا خبره شاید ډېره مناسبه هم نه وي مګر هغه څوک چې د یوې ډلې د مشرۍ ادعا لري د هغه په تړاو یې کول لازمي دي. حکمتیار حتا په خپل کور کې ستونزې لري. مشر زوی یې د ده له کړنو ناراضه دی، هلته په سعودي عربستان کې پر خپلو زده کړو بوخت دی او تر کومه یې چې زه نظریات څارم، له پلار سره هېڅ ډول سیاسي علاقه نه لري.

تقریباً څلور کاله مخکې يې غوښتل خپل دویم زوی، جمال الدین حکمتیار میدان ته کړي او د ځان ځای ناستی یې کړي، چې پر دې کار د اوسني حزب ډېری ځوانان ترې ماڼیجن شول. وروسته له همدې جمال سره هم د ګلبدین حکمتیار ګوزاره ونشوه، کشری خام زوی، چې پر ابتدايي سیاسي مسایلو یې هم سر نه دی خلاص، رامخکې کړ. اوس چې حبیب حکمتیار پر فېسبوک کومه خبرپاڼه خپروي، تر لاندې بیا له خپل نامه سره د «مدیر» مختاړی ورزیاتوي. دی هم غواړي د محصلینو او ځوانانو د چارو مدیر و ګڼل شي. په هر صورت د حکمتیار کورنۍ ستونزې پر همدې ځای نه خلاصه کېږي، تر دې مخکې بحث بې اړتیا ګڼم. مشت نمونه خروار.

تېر کال د حکمتیار د حزب سیاسي کمېټې مسئول، قطب الدین هلال کابل ته راغی. اوازه شوه، چې د کرزي سلاکار شوی بیا هلال دا خبره رد کړه.

ګلبدین د قطب الدین پر راتګ مخالفت څرګند کړ او دا یې د هغه شخصي کار وباله. وروسته یې چې بیا د نوماندۍ خبره مطرح شوه، ګلبدین خپل دریځ کې د پام وړ بدلون راووست. داسې بدلون چې د ده پر تېرې دولس کلنې مبارزې(!) یې خاورې واړولې. مبارزه څه خو دی دعوا کوي. کنه مبارزه خو معلومه وي، چېرته، د چا پر خلاف، پر کومو اصولو…د ده هر څه مجهول و.

له هلال څخه یې ملاتړ څه نوې خبره نه ده. ګلبدین د قطب الدین له ملاتړه مخکې، بلکې د ده زندګي همداسې راغلې ده چې متفاوت هم نه، متضاد دریځونه یې ښه په نره نیولي او دفاع کړي دي. د اوسني متضاد دریځ جرئت هم ده له پخوا میراث وړی. کابل يې په راکټونو ووېشت چې هله دوستمي ملېشې دي، بیا يې ورسره ایتلاف وکړ. چې ورته وايې هلکه دا خو ایتلاف و، وايي دا ایتلاف نه و «هماهنګي شورا» وه. د استاد یاسر په خبره «ښه منطق دی!». پر دې منطق به څوک قانع کړئ!

له دوستمه وروسته مسعود سره یو ځای شو او ښه په ذلت ورته تسلیم شو. دا نو هغه وخت و چې طالبانو ګلبدین وځاپه، نور یې جنګي ماشین کې د جګړې او مقابلې شیمه نه وه پاته. له مسعوده وروسته چې ایران ته وتښتېد، بیا يې مسعود پسې خبرې کولې، چې وژلم یې. پر کال ۲۰۰۱ چې له ایرانه پاکستان ته ولاړ، هلته یې اوس ایران او شیعه وو پسې سپکې سپورې شروع کړي. خبره یې د جهاد پورته کړه. ځینې مخلص، ناخبره، خام او تنکي ځوانان پرې وغولېدل. دا د شمشتو کمپ د لېسې د یوه استاد خبره ده، چې په یوه دېرش کسیز ټولګي کې ایله پنځه کسه د حکمتیار پلوي وي پاته نور طالبانو سره دي.

طالبانو پسې يې لیکنې پیل کړې. د لړم کیسه رایاده شوه، چې خپل یوه ملګري ته يې نېشونه ورکول، هغه ترې وپوښتل چې دا څه کوې، ویل یې دا مې عادت دی. د ده خوار هم دا عادت دی. طالبانو یې نوم هم پر خوله نه دی اخیستی. د ځوانانو خبره هېڅ لیفټ نه ورکوي. د به د مشورو(!) په بڼه لیکنه وکړه، چې طالبانو زه درته مشورې درکوم. طالبان هم ګرم نه و، ځکه حکمتیار خو په خپل ژوند کې داسې کومه توره نه ده کړې، چې دوی یې اوس مشورې واخلي. د ناکام انسان مشوره به څه وي. ګلبدین حکمتیار به بیا غوسه شو، بله لیکنه به یې وکړه، هلته بیا نیوکې وې. طالبان یې هڅول چې «زه ښه رهبر یم، مجاهد یم، عالم، انجینر، مفسر او محدث یم، لیکوالي خو مې خپله ده، شاعري رانه نه ده پاتې، تاریخ کې هم ګوتې وهم، سیاست کې خو مور راوړی یم…، نو ما کې څه کمی دی، ملا محمد عمر مجاهد کتاب نه لري، مقاله نه لري، زه یې بې شمېره لرم، کیفیت پسې به يې سر نه خوږوئ، کمیت مهم دی، بې شمېره دي، ګورئ چاپ يې هم ډېر عالي دی، لاهور کې زما د کتابونو تر ټولو اعلی چاپ وي…» ده پر دې ټوکو هڅه کوله که کوم طالبان پر ځان غلط کړي. طالبان هم خدای دې لري، عجب مخلوقات دي، له ملا صاحبه یې والله که واړوې، هغه هم چې د حکمتیار خواره ژبه او قلم یې هڅه وکړي. دې کوششونو هېڅ ګټه ونه کړه، حیران دریان شو. بله لار نه وه بس کرزي صیب ته یې مخه کړه.

اوس ویل کېږي، چې قطب الدین د ګلبدین پیش قراول دی. په ارګ کې د ګلبدین ښکالو هم اورېدل کېږي. امریکایانو سره یې پټ توافقات کړي. د دې توافقات تر ټولو لومړنی څرک د قطب الدین راتګ دی، نورو ته یې سترګې پر لار یو…

ظریف افغان

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x