نړۍ

روسیې په سوریه کې امریکا ته ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ چنګاښ ۱۳۹۶ل): روسیې ګواښ کړی چې د سوریې د نظامي ځواکونو پر وړاندي د امریکا د هر عمل پر وړاندي به مناسب عکس العمل وښيي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لافروف دغه خبرې وروسته تر هغه کړي چې د امریکې له لوري ادعا شوې چې د سوریې ځواکونه یو ځل بیا د «کیماوي» وسلو د کارولو لپاره ترتیبات نیسي.

امریکا مخکې هم د سوریې د «خان شیحون» په نامه هوايي ډګر په نښه کړی وو، او په وینا یې دا ځل به یې بیا په نښه کړي که چیري د سوریې پوځ د کیماوي وسلو کارولو اراده وکړي.

د سي ان ان تلویزون د یوه خبر په ورکولو سره ویلي چې سوریې ته نیژدې امریکايي جنګي بیړیو پر سوریه باندي برید ته ځان چمتو کړی دی.

لافروف تېره ورځ په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې امریکا باید د استخباراتي معلوماتو پر اساس له وړاندي برید ونه کړي، کیدای شي ددغه امریکايي ګواښ څخه مخالفین ګټه پورته کړي او هغوی داسي یو وسله وکاروي چې د امریکايي برید لپاره سبب وبلل شي. او زیاته کړې که چیري د سوریې پر نظامي ځواکونو برید وشو، روسیه به هغه وخت امریکا ته مناسب جواب ورکړي.

باید وویل شي چې د ایران د ملي امنیت رئیس علي شامخاني هم تېره ورځ وویل چې امریکا په سوریه کې د اور سره لوبې کوي.

د کتونکو په نظر په سوریه کې د نړیوالو قوتونو تر منځ د جګړې او ټکر امکانات ورځ په ورځ مخ پر زیاتېدو دي، په ځانګړي ډول چې په دې وروستیو کې امریکايي ځواکونو د سوریې یوه جیټ الوتکه هغه مهال را نسکوره کړه کله چې په الرقه ښار کې بمبارۍ کولې.

بلخوا ګاونډی هیواد ترکیه هم په سوریه کې د امریکایانو له لوري د کردانو سره د پوځي مرستې څخه اندېښمنه ده او ګواښ يې کړی چې که ترکیې ته د کردانو له لوري خطر متوجې شو دوی به په پراخه کچه د هغوی پر ضد جګړه پیل کړي. امریکا د داعش وسلوالو څخه د «الرقه» ښار د خلاصون لپاره د کردي ملېشو څخه کار اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x