نړۍ

په ملګرو ملتونو کې د امريكا سفیره: د خلیج شخړه د امریکا لپاره یو فرصت دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ چنګاښ ۱۳۹۶ل): په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیري «نیکي هایلی» ویلي چې د قطر پر ضد د سعودي بندیزونه د امریکا لپاره ښه فرصت دی چې په دواړو لوریو خپلې غوښتنې ومنې.

نوموړې ویلي چې امریکا د «حماس» ډله تروریستي ډله بولې، ځکه به نو د قطر څخه وغواړي چې د حماس د ملاتړ څخه لاس واخلي. او زیاته کړې چې په منځني ختیځ کې د اخوان المسلمین ډله د ستونزې یوه وجه ده، چې دا په شخصي ډول دغه ډله هیڅ نه خوښوي.

نیکې هایلي ویلي چې که څه هم امریکا په قطر کې پوځي اډه لري خو اوس مهال د امریکا د ولسمشر اساسي غوښتنه داده چې د اسلامي دولت ډلې څخه منځنی ختیځ پاک کړي او د تروریزم ملاتړ ته د پای ټکی کښيږدي.

او زیاته کړې چې بل لوري ته امریکا کولای شي چې پر سعودي باندي فشار وارد کړي تر څو د قطر څخه محاصره پورته کړي چې دا هم یو فرصت دی.

د کتونکو په نظر د قطر پر ضد د سعودي، امارات، بحرین او مصر له لوري وروستی لګول شوې بندیزونه او د یادو هیوادونو ۱۳ غوښتنې د ملګرو ملتونو د قوانینو په رڼا کې ډیر داسي مخالفتونه لري چې له مخې يې پر یادو هیوادونو باندي د امریکا له لوري فشارونه واردېدلای شي او له دغه فرصته امریکا د ځان په ګټه استفاده کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x