نړۍ

امریکا افغان ژباړونکو ته ۴۰۰۰ نوري ویزې منظوري کړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د امریکا سنا مجلس «کانګریس» د هغو افغان ژباړونکو لپاره ۴۰۰۰ نوري ویزې منظوري کړي دي، چې د امریکایانو سره یې د افغانستان په اشغال کې مرسته کړې او اوس په خپل هیواد کې د ځان او کورنۍ د امنیت په اړه اندېښمن دي.

د امریکا په سنا مجلس کې د پوځی ځواکونو کمېټې تېره ورځ چهارشنبه دغه ویزې منظوري کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم د کال ۲۰۱۸ د کلنۍ بودیجې په ترڅ کې دغه ویزو باندي هم بحث شوی او منظوري شوي دي.

د جین شاهین په نامه یوه سناتور ویلي چې د امریکا ولس هغو افغانانو ته ځان قرضدار بولي چې د افغانستان جګړې پر مهال یې ددوی سره مرسته کړې ده او دوی په ډېره خوښي سره دغو کسانو ته د ویزو ورکولو لپاره هوکړه کړې ده.

ویل کیږي چې تېره میاشت هم ۲۵۰۰ ویزې د افغان ژباړونکو او جاسوسانو لپاره اعلان شوي وې.

باید وویل شي چې د امریکایانو سره کار کوونکو او ژباړونکو ته په افغانۍ ټولنه کې په ټیټه سترګه او نفرت کتل کیږي چې له امله یې دغه کسان د دندو د پای ته رسیدو وروسته په ټولنه کې ځان پردی بولي او د خطر احساس کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)

الله دی دا بد مخی او تور مخی ژباړونکی هلاک او تباه کړی دا افغانان ندی دوی ته باید افغان ونه ویل شی ځکه دا هغه تور مخی جاسوسان دی چی د دوی د لاسه زمونږ ډیر هیوادوال بی ګناه شهیدان او یا هم زندانی شول الله دی د دوی حساب د همدغو امریکایانو سره یوزای وکړی دوی دی الله نابود کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x