نیویارک ټایمز: د سعودي پخواني ولیعهد نظر بند دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د تیرې ورځې په ګڼه کې ادعا کړې چې د سعودي پخوانی ولیعهد محمد بن نایف نظر بند دی، خو د سعودي د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکې ددغه خبر تردید کړی دی.

د سعودي اوسني باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز خپل وراره محمد نایف له ټولو دندو څخه ګوښه کړ او پر ځای یې خپل زوی محمد بن سلمان د ولي عهد په توګه وټاکی څوک چې له مخکې ولي ولي عهد او وزیر دفاع وو.

له هغه راهیسي چې محمد بن نایف ګوښه شوی دی، د نوموړي په اړه ګنګوسي خپریږي خو تېره ورځ نیویارک ټایمز د څلورو غربي دیپلوماټانو او په سعودي کې د ځینو جګپوړو چارواکو په حواله خبر ورکړ چې محمد بن نایف په جده ښار کې په خپل یوه قصر کې نظر بند دی او له هیواده بیرون سفر نه شي کولای.

باید وویل شي چې محمد بن نایف د سعودي د کورنیو چارو وزیر هم وو او په اړه یې ګمان کیږي چې په سعودي کې یو وخت تر ټولو قوي او بانفوذه کس وو خو د ملک سلمان د ټاکل کېدو وروسته د نوموړي قوت په کراره کراره له منځه یووړل شو او بیا وشړل شو.

د یادونې وړ ده چې سعودي ته د امریکايي ولسمشر ټرمپ د سفر وروسته سعودي او امارات پر قطر باندي بندیزونه ولګول او دیپلوماتیکي اړیکې یې ورسره پرې کړې چې ټرمپ له خوا هم وستایل شوې او بیا په سعودي کې قطر ته نیژدې شخصیت محمد بن نایف له دندې ګوښه کړل شو او یو ځل بیا د امریکا ولسمشر ټرمپ د لومړیو کسانو څخه وو چې محمد بن سلمان ته یې مبارکي ورکړه.

تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیري نیکي هایلي وویل چې پر قطر باندي بندیزونه د امریکا لپاره یو ښه فرصت دی چې پر دواړو هیوادونو فشار وارد کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه

ّپه امریکا کی چی هر نوی ریس جمهور راځی هغه یو تاریخ بریړدی اوس واټرپمپ په سعودی پس راخیستی ده الله دی خیر کړی چی دا مکه معظمه رانه هم اشغال نکړی د دی بیغیرته حکومت نه چی د سعودی دی