Rahimullah-Yusufzai
رحیم الله یوسفزی

معتصم اغاجان او په دوبۍ کې کیدونکې غونډه درحیم الله یوسف زي له آنده(ږغیزه مرکه)

تیره اوونۍ دطالبانو دمالیې پخوانی وزیر معتصم اغاجان دطالبانو داسلامي تحریک په نوم یو پیغام خپور کړ،په پیغام کې نوموړي په افغانستان کې دسولې دراتلو په اړه  دخپلو فعالیتونو یادونه کړې وه او همداراز یې  ویلي وو چې په نیژدې راتلونکې  کښي په متحده عرب اماراتو کې یوه غونډه لري چې دطالبانو یو شمیر لوړ پوړي چارواکې  به هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

نوموړی زیاته کړې چې  دوئ غواړي دسولې له لارې دافغانستان روانه مسله حل کړي،په دې لار کې دوي دهر هغه اقدام هرکلی کوي چې دسولې او ثبات په راوستلو کې مثبت رول ولوبوي.

دافغانستان اولسمشر او دسولې دعالي شورای مشرتابه دمعتصم اغاجان پر دې پیغام خوښي څرګنده کړه ، او دا یې دسولې او مذاکراتو په  لار کې یو مثبت قدم وباله .

له بلې خوا تیره ورځ دافغانستان داسلامي امارت دمشرتابه له لوري یوه اعلامیه خپره شوه ،په دوبۍ  کې دکیدونکې او تردې وړاندې ترسره شوې غونډې نه یې ناخبري وښوده، په اعلامیه کې ویل شوي، معتصم اغاجان داسلامي امارت او نه هم دطالبانو داسلامي تحریک غړی دي نوموړی ددې هیڅ واک نلري چې داسلامي امارت یا طالبانو په نماینده ګۍ خبري وکړي او غونډې ترتیب کړي،دنوموړي دا ډول هڅې داستخباراتي کړیو او امریکایانو په ګټه بلل شوي .

سوال دادی چې دمعتصم اغاجان نوې ډله او حرکت او په دوبۍ کې کیدونکې غوڼده څومره مهمه ده ایا دا ډول هڅې به دسولې د روند لپاره څومره مثبت واقع کیږي ؟ دا چې معتصم اغاجان په اوس وخت کې داسلامي امارت غړیتوب نلري دنوموړي فعالیتونه څومره موثر واقع کیدای شي.؟

په همدې ارتباط دافغانستان دچارو کارپوه مشهور ژورنالیست رحیم الله یوسفزي خپل نظر څرګندکړی، چې دلاندي لینک په کلیک کولوسره یې اوریدلی شي.

 {mp3remote}https://archive.org/download/R.yosafzai/R.yosafzai.MP3{/mp3remote}

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د