افغانستان

برتانیا افغانستان ته ۱۰۰ اضافي عسکر را لیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د برتانیې دفاع وزیر مایکل فالون اعلان کړی چې افغانستان ته به د اضافي عسکرو په لیږلو کې د برتانیا ونډه ۱۰۰ تنه عسکر وي.

نوموړي د بلجیم په پلازمینه بروسلز کې د خبریالانو سره په یوه غونډه کې دغه اعلان کړی.

په بروسلز کې د ناټو سازمان په مرکزي دفتر د امریکا په شمول د ناټو دفاع وزیران را ټول شوي دي تر څو افغانستان ته د اضافي عسکرو پر لیږلو خپل وروستي پلانونو باندي بحث وکړي.

برتانیا اوس مهال په افغانستان کې ۵۰۰ عسکر لري چې د افغان عسکرو په روزنه او همکاري بوخت دی، او د برتانیې د دفاع وزیر په وینا سل تنه نور عسکر به هم همدا دنده پر مخ بیايي.

باید وویل شي چې د برتانیې تر مخه اسټرالیا د ۳۰ تنو اضافي عسکرو لیږلو پرېکړه کړې وه. ګمان کیږي چې نور هیوادونه به هم نن د خپلو عسکرو شمېر اعلان کړي.

د ناټو سازمان سرمنشي سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي چې تر اوسه ۱۵ هیوادونو د اضافي عسکرو لېږلو پرېکړه کړې خو لا تر اوسه یې دقیق شمېر نه دی اعلان کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x