افغانستان

رازق وايي جهانګیر او لقمان کلي يې پاکستان ته نه دي خوشي کړي / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق ویلي چې د سپین بولدک په سرحدي سیمه کې يې د افغانستان پر خاوره اباد د لقمان او جهانګیر کلي سیمې پاکستان ته نه دي خوشي کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان یوه لویشت خاوره هم پاکستان ته نه ده پرېښودل شوي.

رازق دغه خبري د نن ټکی اسیا د هغو راپورونو په جواب کې کړي چې ویل یې پاکستاني ځواکونه په لقمان او جهانګیر کلي کې را مخته شوي، په کلیو کې دننه یې پوستې جوړي کړي او اغزن تار یې را تاو کړی دی.

نن ټکی اسیا ته ځینو سرچینو ویلي وه چې د لقمان کلی په سپین بولدک کې تر ټولو ګڼ مېشته سیمه ده، او له ډېره وخته د جنرال رازق او ورور یې تادین له لوری د یوې معاملې له مخې پاکستان ته سپارل شوې ده.

د سیمې اوسیدونکو هم دغه خبرونه تایید کړه او وې ویل چې پر هغو سیمو اغزن تارونه را تاو شوي پر کومو چې څه موده مخکې افغان سرحدي ځواکونه د پاکستاني ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.

باید وویل شي چې ددغه خبرونو تایید هغه وخت وشو کله چې د ډیوه راډیو یو خبریال د لقمان کلي ته ولاړ او له هغه ځایه یې ویډیويي راپور نشر کړ چې له امله یې په ټولنیزو پاڼو کې د رازق او د هغه د ورور تادین پر ضد د افغانانو کرکه را وپارېدل او نوموړی اړ شو چې د خپل موقف څخه د دفاع په خاطر مرکه وکړي.

جنرال رازق وویل چې پاکستاني ځواکونو سره د پولې پر سر د شخړې د حل په موخه د کابل او اسلام اباد له لوري یو هیئت وټاکل شو او د دوه اړخیزو څېړنو په پایله کې دغه سرحد ټاکل شوی دی.

نوموړي د خپل ځان د سپیناوي په خاطر ویلي چې دغه پرېکړه اسلام اباد او کابل په ګډه کړې ده او بیا هم د دواړو هیوادونو د لوړ رتبه مسؤولینو له خوا تر څېړنو لاندي ده.

باید وویل شي چې د پاکستان د پوځ ویاند څه موده مخکې اعلان کړی وو چې په هغه سیمه کې نفوس شمېرنه بشپړه شوې چې د افغاني ځواکونو سره باندي جګړه وشوه او افغاني ځواکونو د افغانستان خاوره بللې وه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)

یاره که ریښتیا راباند وایی د ا د افغانستان په یو چارواکی باندی هم اعتبار نشته دا ټول په ظاهره یو شی وی او په باطن کی بل شی وی الله دی دغه شان مخ توری چارواکی هلاک او تباه کړی هک حیران پاتی یو چی په چا باندی اعتبار وکړو ای ربه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close