ورزش

د ایم سي سي نړیوالې لوبډلې سره د لوبې لپاره افغان لوبډله غوره شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرکیټ بورډ د ایم سي سي نړیوالې لوبډلې سره د لوبې لپاره افغان ټیم غوره کړی دی او ټاکل شوې چې د جولايي میاشتي پر ۱۱ مه نېټه د لندن په لارډز لوبغالي کې یوه ورځنۍ لوبه تر سره شي.

باید وویل شي چې دا به یو دوستانه لوبه وي چې د ایم سي سي په لوبډله کې به د کرکیټ پر مختګ په موخه د نړیوالو لوبغاړو څخه مشهورې څېرې په کښي ګډون وکړي.

د ایم سي سي او لارډز لوبغالي په اړه د کرکیټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي: «د ایم سي سي (MCC) یا د نړۍ د غوره یولس کسیزه لوبډلې پر وړاندې په لارډز لوبغالي کې چې د نړۍ د کرکټ د کور په نوم یادیږي، لوبه کول یو تاریخي ارزښت لري او د نړۍ هر پیاوړی لوبغاړی په دغه لوبغالي کې د لوبیدو هیله لري.
ایم سي سي (MCC) د میریلی بون کرکټ کلب اختصار دی. دغه کلب د نړۍ د کرکټ د قوانینو جوړونکی کلب دی او د نړۍ په کچه د کرکټ د ودې لپاره کار او هلې ځلې کوي چې یو شمیر افغان لوبغاړو یې هم د نړۍ د نورو لوبغاړو په څېر غړیتوب درلود.»

باید وویل شي چې د افغانستان لوبډله به د اصغر ستانکزی په مشري وي، نور علي زدران، سمیع الله شینواری، محمد نبي، شفیق الله شفق، ګلبدین نایب، راشد خان، جاوید احمدي، دولت زدران، شاپور زدران، رحمت شاه، افسر زازی، ناصر جمال، فرید احمد ملک به د لوبډلې غړي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x