
د پاکستان د بهرنیو چارو مشاور په ملتیا جګپوړی پلاوی کابل ته راځي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو مشاور سرتاج عزیز د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا کابل ته راځي.
د ارګ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال رسنیو ته د نوموړي د راتګ دقیق وخت نه دی ښودلی خو ویلي چې نوموړی به د کابل او اسلام اباد تر منځ لاسلیک شويو تړونونو د عملي کېدلو لپاره د بحث په موخه راشي.
باید وویل شي چې د چین بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې کابل او اسلام اباد ته ددواړو اړخونو تر منځ د اړیکو رغولو په موخه سفرونه کړي وه او د هغو وروسته به دا لومړی ځل وي چې پاکستانی پلاوی د کابل څخه لیدنه کوي.
د کتونکو په باور دواړه هیوادونه په ښکاره یو پر بل باندي توندي نیوکې کوي خو په پټه د ډیورنډ پر کرښه معاملې کوي چې له مخي يې پاکستان د افغانستان سره پر ټولې پولې باندي د کتاړو او غزن تارونو لګول پيل کړي دي.