عراق وايي د جامع النوري په نیولو سره د «بغدادي خلافت» ختم سو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د عراق هغه پوځ چې د موصل ښار د نیولو لپاره یې د څو میاشتو راهیسي عملیات پيل کړې وه، نن یې اعلان وکړ چې موصل ښار یې ونیوی او هغه مسجد یې هم تر خپلې ولکې لاندي راوست چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) مشر ابوبکر البغدادي خپل خلافت د لومړي ځل لپاره ځیني اعلان کړی وو.

۳ کاله تر مخه د جون په میاشت کې ابوبکر البغدادي د موصل ښار د نیول کېدو وروسته د جامع النوري تاریخي جومات څخه د جمعې لمونځ ورکړ او په خطبه کې يې وویل چې دی د اسلامي دولت خلیفه ټاکل شوی دی.

جامع النوري د صلاح الدین ایوبي په وخت کې د نور الدین زنکي له لوري جوړ شوی او هغه ته منسوب وو، قریب نهه پيړۍ ددغه مسجد تاریخي مناره د عراق له ټولو جګړو روغه وتلې وه او د موصل ښار یو تاریخي نښان ګرځېدلې وه خو دوه ورځې وړاندي د داعش او عراقي پوځ تر منځ د جګړې پر مهال ټول مسجد ونړېد.

د عراق پوځ هغه وخت وویل چې داعش ورته انفجار ورکړ خو داعش او نورو سرچینو بیا وویل چې عراقي او یا هم امریکايي الوتکو بمبار باندي کړی دی.

د موصل ښار د مسجد د نړېدو تر مخه او وروسته

د عراق لومړي وزیر حید العبادي نن اعلان وکړ چې د داعش پر ضد ۸ میاشتې تر مخه پيل شوې جګړه پای ته په رسیدو ده او په موصل ښار کې د داعش پر وروستیو سیمو باندي جګړه روانه ده.

نوموړي وویل چې دداعش له لوري د جامع النوري او الحدباء منارې ورانول او بیا دغه مسجد د عراق دولت تر واک لاندي راتلل پر دې دلالت کوي چې نور د داعش باطل دولت پای ته ورسید.

او زیاته کړې چې مونږ به په عراق کې داعش نه پریږدو بلکې په ژوند او مرګ به یې نیسو.

باید وویل شي چې د موصل ښار د بیا نیولو لپاره اته میاشتې تر مخه عراقي ځواکونو او شیعه ملیشو د امریکايي الوتکو تر بمباریو لاندي پر موصل عملیات پیل کړې وه چې په ترڅ کې د نظامیانو په ګډون په زرګونو ملکیان ووژل شول.

د نړېدو وروسته د جامع النوري جومات ویډیو:

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

بس دی شیطانی امریکا پلانونه دی چی عملی کیږی او خپل هغه پخوانی غچ اخلی چی د اسلام مجاهدینو دوی او د دوی نورو ملګروته د سر په کاسه کی اوبه ورکړی وی اوس د اسلامی نړی لپاره دا ګران کار دی چی د ده لوی دجال سره مقابله وکړی یو د الله ج هیله سته ده که چیری الله ج خپله مرسته وکړی نو د دی ستر دجال مخنیونه کیږی او که نه د امکانه لری خبر ده ځکه که د شیطانی امریکا په مقابل کی د کوم بل کفری هیواده مرسته غواړی نو د هغوی په خوښه به… نور لوستل »

احمد صباح
میلمه
احمد صباح

عبدالولی فهیم وروره سلامو نه درته وایم گرانه ناامیدی هیسکله نده شه زکه موژاوتاسی الحمدللله مسلمان یو،اودغسی لوی الله رب العزت …لرو خودروسانو وخت تر د چه دیر سخت و زنه پو هیژم چه ته به سو کلن وی خو په هرصورت البته زه په هغه وخت کشی دیر کم عمره وم ۱۴ اویا۱۵کالووم خود هجاهدینو سره به کله ولارم نودغه عملیات به دیر سخت واوپه ما دیر سخت تمام سول اویوه که به ساوی اوکه به سحنیی و خورروسان تر دغودجال یان یو په زره مقاومتی و هغه خدا ی ج… دغسی په شرمو وه شرمول دشهیدانو دسروینو له… نور لوستل »