نړۍ

شمالي وزيرستان: پاکستاني جټ طيارو ۲۰ تنه وژلي

نن ټکی اسیا: د پاکستاني پوځ جيټ طيارو د شمالي وزيرستان پر ميرعلي او شوال سيمو بمبارد کې شل تنه وژلي او يو شمېر يې ټپيان کړي. د پوځ وياند وايي چې په دغو کسانو کي د پاکستاني طالبانو په ګډون بهرنيان هم وژل شوي دي.

ويل کيږي چې، د وسلو اوبارودو يوه ډيپو هم ويجاړه شوې ده. رسنۍ وايي چې، پنځلس تنه په ميرعلي او پنځه په شوال نومې سيمه کې وژل شوي دي.

بايد و ويل شي چې، د تېرې جنوري مياشت په ۲۰ نيټه هم پاکستاني پوځ ويلي و چې، د وسلوالو طالبانو پر مرکزونو يې بمبارد کړی، ولې وروسته جوته شوه چې په دغه بمبارۍ کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x