
که قطر د څلورو هیوادونو غوښتنې ونه مني، څه به وشي؟!
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د مصر حکومت ته نیژدې ورځپاڼې «الاهرام» د راپور سره سم که چیري په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې قطر د څلور هیوادونو غوښتنې ونه مني، نو لاندي څلور اجراءات به یې پر ضد وشي.
۱- په اقتصادي ډول به یې پر ضد بندیزونه نور هم زیات شي.
۲- په خلیجي تعاون کې به یې غړیتوب وځنډول شي.
۳- په بحرین کې به د څلور هیوادونو (سعودي، امارات، بحرین او مصر) له لوري پوځي اډه جوړه شي.
۴- په څلورو هیوادونو کې که د قطر هر څه مالي منابع وي، هغه به کنګل شي.
باید وویل شي چې قریب لس ورځې وړاندي د څلورو هیوادونو له لوري د قطر څخه ۱۳ غوښتنې د رسنیو له لوري خپرې شوې چې په هغه کې د الجزیره شبکې تړل، د ترکي ځواکونو قرارګاه تړل، د ایران سره دیپلوماتیکي اړیکې را ټيټول، ځیني سیاسي او حقوقي شخصیتونه چې په قطر کې پناه اخیستې، څلورو هیوادونو ته سپارل او ځیني نوري ورته غوښتنې دي.
خو د قطر هیواد ویلي چې دا غوښتنې د منلو وړ نه دي. که څلور هیوادونه غواړي چې دا موضوع حل شي د مذاکراتو له لاري د منلو وړ غوښتنې وړاندي کړي.
د عربی عیاشو د قطر په ْضد لاپی د هغو فاحشو لابو ته ورته دی چه د یو سپیڅلی چا په ضد د لونډانو به مټ او قومانده ورته لاپی کوی چه زمونږ به شان فاحشه جوړه شی که نه به لونډانو به مو بی عفته کړو او غلامان جوړ کړو