
ایا د سولې په نوم وروستۍ هڅې ریښتیاهم د سولې د ټینګښت لپاره دي؟- سرمقاله
نن ټکی آسیا- سرمقاله: په دې وروستیوکې د کابل رژیم او په هغه پوري تړلو حلقاتو لخوا د سولې په نوم بیلابیلې هڅې پیل شوې دي.
د سولې په نوم دغو وروستیو هڅو هغه وخت زورواخیست چې کله د روان ژمي په سخت ساړه موسم کې د بهرنیو ځواکونو پرخلاف د طالبانو پوځي بریدونه ګړندي شول.
روان ۲۰۱۴ کال د شنونکوپه باور د جګړې د ښکیلو لوریو (طالبان ـ امریکایان) لپاره له پوځي پلوه یو برخلیک ټاکونکی کال دی ، هر لوری کوښښ کوي چې په دغه کال کې پرمقابل لوري خپل پوځي تفوق ومني؛ ځکه دجګړې په ډګرکې پوځي تفوق هرومرو د خبره پر میزد تر سره کیدونکو مذاکراتو په بهیر ملموس اثر لري.
همدا وجه ده چې طالبان د ۲۰۱۴ کال له پیله د خپل پوځي فعالیت په قوي کولو ترکیز لري او جانب مقابل بیا د هغوئ د پوځي فعالیت د بي اثره ښودولو لپاره وخت ناوخت له هغوئ سره دمذاکراتو تر سره کولو اعلانونه کوي .
له بده مرغه چې په افغانستان کې د سولې په نوم هلې ځلې دسولې د تأمین په غرض نه ، بلکې د جګړې د بریالیتوب لپاره دیوې ابزاري وسیلې په توګه تر سره کیږي ؛ ځکه یې تر اوسه هیڅ ګټه هم نه دې کړې او نه یې په افغانستان کې د جګړې ختمولو په لاره کې کوم اغیز لرلی دی.
له څه وخته راهیسې هم د امریکایانو او هم د هغوئ تحت الحمایه رژیم لخوا له نا معلوموطالبانو سره د سولې دخبرو اوازې خپریږي چې دغه اوازې یواځې تبلیغاتي حیثیت لري او په حقیقت کې هیڅ هم نه وي ؛ که ریښتیا هم طالبان له امریکایانو او یا دکرزي له رژیم سره په مذاکره کې وي نو بیا په افغانستان کې جګړه څوک کوي؟
امریکایان او د کابل رژیم د دې لپاره له طالبانو سره د خبرو اومذاکراتو اوازې خپروي چې دطالبانو په منځ کې بي باوري خپره کړي چې دا کار په خپله دجګړې په ډګرکې د جانب مقابل د تضعیف لپاره یوه تبلیغاتي حربه ده نه سوله ییز بهیر.
کوم طالبان چې هغوی عملا په هیواد کې له بهرنیو ځواکونوسره په مقاومت لګیا او د هیواد په روانه قضیه کې مطرح رول لري، د هغوئ معلوم استازي په معلوم ځای کې د معلومو مذاکراتو لپاره میشت دي، خو د کرزي رژیم په لوي لاس له هغوئ سره د پیل کړل شویو مذاکراتو مخالفت وکړ.
که واقعا د سولې مذاکرات له استفاده جويي پرته د سولې د تأمین لپاره وي نو ولي کرزي په قطر کې د سوله ییز بهیر مخالفت وکړ؟
سوله داسې یوه پدیده ده لکه جګړه چې دمعلومو عواملو او وجوهاتو له کبله منځته راځي، که وغواړو چې د جګړې پرځای سوله متمر کزه شي باید لومړی د ټولو هغو عواملو او وجوهاتو په له منځه وړلوباندې غور وکړوچې د جګړې د منځته راتلولامل شوي دي ، بهرني اشغال او د هغه عوامل په افغانستان کې د جګړې اساسي عامل دی ، که مونږ وغواړو چې په کلي توګه مو په هیواد کې دجګړې جرړې وایستل شي باید تر هرڅه له مخې د جګړې د عواملو په قطع کولو خبره وکړای شي .
او داچې دجګړې په ډګر کې یولوری له بل لوري څخه دخپل اساسي قانون په چوکاټ کې د سوله ییزو هڅو د پیلولو غوښتنې کوي دا په حقیقت کې د متخاصم لوري دتسلیمي مانا ورکوي چې په هیڅ صورت د سولې توقع تري نشي کیدلای.
د نن ټکي آسیا سرمقاله