فټبال: جرمني په دوهمه نیمه پایلوبه کې مکسیک ته په ۴-۱ ماتې ورکړه / د لوبې لنډیز ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ چنګاښ ۱۳۹۶ل): نن د شپې ناوخته د په روسیه کې د نړیوال کنفیډریشنز سیالیو په لړ کې د جرمني او مکسیک تر منځ دوهمه نیمه پایلوبه تر سره شوه، چې جرمني څلور ګولونو په کښي ووهل او مکسیک د یوه ګول په وهلو وتوانېد.

د ننۍ لوبې په ګټلو سره جرمني د کنفیډریشنز کپ پایلوبې ته ځان وایستی او د یکشنبې په ورځ به د «چیلي» هیواد پر ضد لوبه کوي.

باید وویل شي چې چیلي د پرتګال څخه په پینالټیو لوبه ګټلې وه.

په ننۍ لوبه کې په لومړی ۴۵ دقیقو کې جرمني دوه ګولونه ووهل او په دوهم ۴۵ دقیقو کې (دوهم هاف) لومړی جرمني دریم ګول ووهه، بیا مکسیک خپل یوازینی ګول وواهه او په ۹۰مه دقیقه کې د جرمني لوبغاړي «یونس» څلورم ګول ووهه.

د لوبې لنډیز:

باید وویل شي چې په دغه سیالیو کې د نړۍ د ۶ لویو وچو څخه ۸ هیوادونه ګډون کوي او هر څلور کاله وروسته د فټبال د نړیوال فیډراسیون «فیفا» له لوري تنظیمیږي.
سږ کال دغه سیالۍ په روسیه کې د پرتګال، جرمني، روسیه، مکسیک، نیوزیلانډ، اسټرالیا، کامیرون او چیلي هیواد تر منځ روانې وې چې پر دوه ټولیو ویشل شوې وه او نیمه پایلوبې ته چیلي = پرتګال او جرمني = مکسیک وتلي وه.

د یکشنبې په ورځ به د پایلوبې تر څنګ د پرتګال او مکسیک تر منځ هم یوه لوبه تر سره شي، تر څو د یادو سیالیو دریمه لوبډله هم مالومه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د