نړۍ

د غوښتنو موده په دوشنبه ختمیږي، قطر وایي د اوس څخه یې «لغوه» وبولئ / مفصله ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د قطر بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د سعودي، امارات، بحرین او مصر له لوري ورته وړاندي شوې غوښتنې بې معنی دي، په خبرو هم نه ارزي، عملي کول خو یې لیري خبره ده.

نوموړي د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې په یوه ناسته کې وویل چې داسي غوښتنې چې د مذاکراتو لپاره لا مناسبې نه بلل کیږي، د قطر پر خپلواکی تیری دی او د نړیوال قانون خلاف دي.

او زیاته یې کړه: دداسي بې مفهومه غوښتنو وړاندي کول او بیا لس ورځې موده ورته ټاکل د نړۍ په کچه بې مثاله دي، تر اوسه چیري داسي نه دی شوي او زیاته کړې چې څلورو هیوادونو خپلې غوښتنې داسي وړاندي کړي لکه ددوی غوښتنې چې واقعیت لري او پر دلایلو بناء وي.

په ۲۰۱۴ کې هم سعودي، امارات او بحرین د قطر سره د سیاسي اختلاف له امله خپل سفیران ایستلي وه او بیا یې څو میاشتې وروسته د یوه تړون له مخې بیرته دوحې ته ولیږل.

د قطر بهرنیو چارو وزیر وویل چې هغه وخت لا په کار وه چې دغو هیوادونو یو دریمګړی انتخاب کړی وای تر څو د اختلاف په صورت کې ورته رجوع شوې وای، دوی د هغه اتفاق څخه هم سرغړونه کړې ده.

محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وویل چې ایران ګاونډی هیواد دی او زمونږ سره د ګاز په یوه زېرمه کې شریک دي، په داسي وخت کې باید مونږ د ایران سره د یوه تفاهم پر اساس مثبتې اړیکې ولرو. (ایران د قطر سره په سمندر کې د ګاز په یوه زیرمه شریک دي).

او زیاته یې کړه چې پر هغه سربېره قطر په خلیجي هیوادونو کې د ایران سره د اقتصادي او تجاري اړیکو په لحاظ پنځم نمبر هیواد دی.

نوموړي وویل چې ما د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره په دې اړه تفصیلي خبرې وکړې او هغه هم په دې موافق دی چې د څلور هیوادونو غوښتنې ټولې د منلو نه دي، خو بیا هم مونږ د یادو هیوادونو سره د مذاکراتو لپاره تیار یو او غواړو چې د خلیج شخړه د خبرو اترو له لارې حل شي.

او زیاته یې کړه چې د څلور هیوادونو غوښتنې د قطر استقلال ګواښي او دوی په دې اړه خبرو ته هم چمتو نه دي.

باید وویل شي چې سعودي، امارات، بحرین او مصر د قطر څخه ۱۳ غوښتنې کړي چې په هغو کې د ایران سره دیپلوماتیکي اړیکې کمول، الجزیره تلویزون تړل، د ترکیې پوځي اډه ختمول او د تروریستي ډلو لکه اخوان المسلمین وغیره سره اړیکې پرېکول او څلور هیوادونو ته تاوان ورکولو تر څنګ په تروریزم باندي تور شوي خلک دغه هیوادونو ته سپارل هم شامل دي.

یادو هیوادونو قطر ته ۱۰ ورځې ورکړې وي چې د راتلونکې اونۍ په دوشنبه پای ته رسیږي او د یادو هیوادونو چارواکو اعلان کړی چې دوی به د قطر پر ضد نور هم سخت ګامونه اوچت کړي که یې چیري ددوی غوښتنې ونه منلې.

په واشنګټن کې د عرب مرکز په نامه فورم کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر بشپړه ناسته نن ټکی اسیا ددغه مرکز په فیسبوک کې وموندله چې په ژوندۍ بڼه خپره شوې وه، لاندي يې کتلای شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x