نادري ناولده

وګورئ: ډاکټران په عملیات خانه کې د فټبال لوبه ګوري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ چنګاښ ۱۳۹۶ل): په تیرو ساعتونو کې پر ټولنیزو پاڼو یوه ویډیو خپره شوې چې له امله یې په «چیلي» هیواد او بهر کې د یادو ډاکټرانو پر ضد سخته غوصه را پارولې ده.

په ویډیو کې ښکاري چې یو شمېر ډاکټران په عملیات خانه کې په داسي وخت کې د خپل هیواد «چیلي» او پرتګال تر منځ د کنفیډریشنز کپ نیمه پایلوبه ګوري چې ناروغ یې تر چړو لاندي نشه او بې بسه پروت دی.

په ویډیو کې ښکاري چې ډاکټران د چیلي او پرتګال د لوبې وروستی پينالټياني ګوري او د چیلي ګول کیپر له لوري د پینالټي را ګرځولو پر مهال د خوښۍ چیغې وهي.

باید وویل شي چې د روغتیا یو شمېر ټولنو د ډاکټرانو له لوري دغه اقدام سخت غندلی دی او د قانون خلاف عمل یې بلل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x