افغانستان

افغانستان ته د نورو عسکرو لېږلو په اړه د ناټو غونډه بې پايلې پای ته ورسېده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ چنګاښ ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د بلجيم پلازمېنه بروکسل کې د ناټو دفاع وزيرانو غونډه وه، امريکا او د افغانستان ګډ حکومت تمه درلوده، چې ناټو به په دغه غونډه کې افغانستان ته د نورو عسکرو د لېږلو اعلان وکړي، خو د اټکل خلاف د ناټو غړو هېوادونو د امريکا په ستراتيژي نيوکې وکړې او افغانستان سره يې خپلې مرستې مشروطې وبللې.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبورگ د ناټو د دفاع وزيرانو غونډې په پيل کې وويل، چې افغانستان ته څلور زره نور پوځيان لېږي او هيله يې وښوده، چې کېدای شي د غونډې وروستۍ پرېکړه تر دې هم ډېره شي، خو د غونډې تر پايه د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزيرانو افغانستان ته د نورو عسکرو په لېږلو اتفاق ونه کړ.

کاناډا ويلي، چې افغانستان کې يې سلګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ۲۰۱۵ کال په پيل کې يې خپل ټول عسکر له افغانستانه ويستلي دي.

د کاناډا دفاع وزير ويلي، چې افغانستان ته نور پوځيان نه شي لېږلی او که مالي مرسته په کار وي، دوی به د افغانستان دفاع وزارت سره وکړي.

جرمني هم افغانستان ته د نورو پوځيانو له لېږلو انکار کړی دی.

تېره ورځ برتانوي او امريکايي رسنيو هم يادې موضوع ته په اشاره د اروپايي هېوادونو د چارواکو له خولې ليکلي وو، چې امریکا په افغانستان کې واضحه ستراتيژي نه لري او تر څو پورې، چې متحده ایالات د افغانستان جګړې په اړه خپله پاليسي روښانه نه کړي، اروپايي هېوادونه به ورسره مرسته ونه کړي،

ځينې اروپايي کارپوهان په دې باور دي، چې امريکا خپل ټوپک د ناټو پر اوږو ايښی او غواړي، چې افغانستان او نورو سيمو کې پرې خپل دښمن ووهي.

ډيلي مېل، انډيپينډينټ، فرانس پرېس، واشنګټن پوسټ، نيويارک ټايمز او نورو غربي رسنيو ليکلي، چې اروپايي هېوادونه به نور په دغسې يوه جګړه کې ګډون ته زړه ښه نه کړي، چې امریکا يې تر اوسه په اړه واضحه تګلاره نه لري.

د ناټو له غونډې وروسته وروسته د امريکا دفاع وزير په ګيله‌ منه او ګواښنده لهجه وويل، که څوک د افغانستان جګړه نه کوي، بايد د خپلې فیصلې قيمت پرې کولو ته تيار شي.

خو دا يې روښانه نه کړه، چې د قيمت پرې کول په کومه معنا دي.

د ناټو غړي هېوادونه په دې باور دي، چې په ۲۰۱۴م کال په افغانستان کې د دوی پوځي ماموريت پای ته رسېدلی او دوی نه غواړي، چې يو ځل بيا ځانونه په داسې يوه جګړه کې ښکېل کړي، چې پایله يې نه ښکاري.

دوی وايي، چې طالبان لا هم مخ پر وړاندې روان دي، د افغانستان ګڼې برخې يې نيولي، د افغان امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله په بې ساري توګه مخ پر زياتېدو ده او تر کومه به بهرني ځواکونه د افغانستان د حکومت دفاع کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد صباح

ددجال دخره هرسه وشوریدل پالان اویا کته تانگو نه اویا ویستیرئ اوستردجال دیر په شرمیدلی میدان پا ته سوی اودجالی لشکری نه غواری چه خپل جوزی ا مجوزی له لاسه ورکری زکه دآخری علامی دقیامت ته ئ ساتی چه انسانان اومواشی ددونیااوددنیا هر هغه زهری زقوم ددونیا تول وه خوری داوس لپاره همد غمره غولخورگی ددجالی لشکرولپاره کوم چه دوی وه ویل چه زموژهمدومره غولخورگی بس ده په افغانستا ن کشی دیر دیر قوی غول مووه خولل نورئ نشه کللوالبته دغه زه دزانه نه وایم په دغی غونده کشی ماهم شرکت کری و چی ناتویی اوصلبی اودجالی مشرانو دغه خبری… نور لوستل »

mha

More soldiers killed more innocent people created more blood sheds and corrupt individuals. NATO should seek political solutions.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x