نړۍ

د ناټو غونډې د امریکا او اورپا تر منځ د افغانستان په اړه اختلاف په ډاګه کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ چنګاښ ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د بلجیم په پلازمینه بروسلز کې د ناټو غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په کچه یوه غونډه وشو او ټاکل شوې وه چې په دغه غونډه کې به ناټو افغانستان ته د اضافي ځواکونو لیږلو اعلان کوي خو داسي ونه شوه.

د کتونکو په باور دغه غونډه ځکه ناکامه بلل کیدای شي چې د برتانیه څخه پرته بل یوه هیواد هم د اضافي عسکرو لیږلو اعلان ونه کړ بلکي ویل کیږي چې د کاناډا او جرمني په شمول ځینو نورو هیوادونو په صراحت سره تر هغو د اضافي عسکرو لیږلو څخه انکار کړی تر څو چې دوی ته واضحه ستراتیژي او واضح هدف نه وي ورکړل شوی.

د برتانوي خبري اژانس «بي بي سي» په وینا د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس د ناټو د سرمنشي سټولټنبرګ د خبرو په خلاف وویل چې مونږ د افغانستان څخه ډېر ژر ځواکونه وایستل چې دا سي نه وه په کار ، په داسي حال کې چې سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې ناټو باید ډېر مخکې لا خپل ځواکونه د افغانستان څخه ایستلي وای.

جمیس ماټیس وویل چې مونږ په کال ۲۰۱۴ کې د جګړیز ماموریت په پای ته رسولو کې بېړه وکړه، باید چې دغه ماموریت ته مو ادامه ورکړې وای او همداسي مو په چټکۍ سره د عسکرو شمېر نه وای را کم کړی.

بلخوا د ناټو سرمنشي په ټینګار سره وویل چې په کال ۲۰۱۴ کې د جګړیز ماموریت پای ته رسول پر ځای پرېکړه وه، که ممکن وای، باید چې مونږ مخکې لا دا کار کړی وای.

ماټیس وویل چې زه د جګړې لپاره ټاکلې موده نه شم ښودلای، جګړه په غیر متوقع ډول هر وخت بدلون موندلای شي.

نوموړي وویل چې اقلا ناټو پر دې متفقه ده چې دوی به د افغانستان سره مرسته کوي او نه به پریږدي چې دغه هیواد بیرته پر شا ولاړ شي.

باید وویل شي چې د ناټو سرمنشي تېره ورځ د غونډې په پیل کې ویلي وه چې ناټو به افغانستان ته اضافي ځواکونه لیږي، خو څومره او څوک به یې لیږي، نوموړي دغه اړخ نه وو څرګند کړی.

د برتانیه دفاع وزیر مایکل فالون وویل چې دوی به خپل ۵۰۰ عسکرو ته ۱۰۰ نور ور اضافه کړي، خو نورو هیوادونو د اضافي عسکرو لیږلو په اړه هیڅ ونه ویل.

باید وویل شی چې د امریکا په شمول په اروپا کې د افغانستان جګړه یوه ناکامه او په ولسي کچه ناخوښه جګړه بلل کیږي چې د اکثرو شنونکو په نظر امریکا د شکست له بدنامۍ څخه د ځان ژغورنې په خاطر جګړه اوږدول غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

More soldiers = More innocent lives+More blood sheds+more corruptions

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x