نړۍ

د کاناډا لومړی وزیر: افغانستان ته یو ځل بیا عسکر نه لیږو / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د ناټو د جګړیز ماموریت د پای ته رسیدو دوه کاله وروسته یو ځل بیا دغه سازمان د امریکا په غوښتنه افغانستان ته د اضافي عسکرو لیږلو ژمنه کړې خو تر اوسه یې دقیقه شمېره او هغه هیوادونه نه دي په ګوته کړي چې اضافي عسکر به لیږي.

د کاناډا لومړی وزیر جاسټن ټراډو چې دفاع وزیر یې د ناټو په غونډه کې ګډون کړی وو، تېره ورځ پنجشنبه رسنیو ته په خپله وویل چې افغانستان ته د اضافي عسکرو په کتار کې به زمونږ عسکر نه وي.

نوموړي وویل: « مونږ هیڅ پلان نه لرو چې یو ځل بیا افغانستان ته اضافي عسکر ولیږو، او زیاته کړې چې مونږ هلته لس کاله ښه ارزښتناکه او ګټوره دنده تر سره کړې اوس مونږ د نړۍ په نورو برخو باندي تمرکز کوو».

جاسټن ټراډو وویل، کاناډا غواړي په نړۍ کې خپل رول ولوبوي، ځکه یې ځواکونه په نورو ځایونو کې ځای پر ځای کړي لکه لاتویا کې، د عراق په شمالي برخه کې او همداسي د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په ماموریتونو کې.

که څه هم د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي چې تر اوسه د ناټو ۱۵ هیوادونو د اضافي عسکر لیږلو لپاره امادګې ښودلې خو هغه هیوادونه یې په ګوته کړي نه دي او نه یې هم دا ویلي چې دغه هیوادونه به څومره عسکر ولیږي.

د برتانیې دفاع وزیر د ۱۰۰ تنو عسکرو اعلان وکړ خو بل یو هیواد هم نه دی رامخته شوی چې د خپلو ځواکونو شمېر وښيي.

د کتونکو په باور د اضافي عسکرو لیږلو اعلان کیدای شي ځکه هم ځنډیدلی وي چې د امریکا د دفاع وزیر تر توقع خلاف به د کم شمېر ژمنې شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

سلامونه

mha

He is young and smart with High IQ, sending forces had never been proper solution ,There should a plan for political ways to solve the problems.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x