
طالبانو مولانا سمیع الحق ته د اور بند اختيار ورکړ
د مولانا سميع الحق سکرتر مولانا عاصم لږه شيبه مخکې لاهور کې رسنيو ته و و يل چې، طالبانو د اوربند پريکړه او اختيار مولانا سميع الحق ته ورکړی. مولانا عاصم د نواز شريف پريکړه هم وستايله چې د مذاکراتو په اړه ښه هوډ او فکر لري.
بل پلو د طالبانو د مرکچي کميټې همکار مولانا يوسف شاه ويلي چې، دوی غواړي حکومتي مرکچي ټيم سره وګوري، ولي حکومتي ټيم دوی سره ليدلو ته نه دی تيار.
مولانا يوسف شاه و ويل چې، حکومتي ټيم سره د کيناستو پر مهال به د خبرو اساسي اجنډا اوربند وي. د يادونې وړ ده چې دوه ورځې مخکې حکومتي مرکچي ټيم ويلي و چې د جګړې تر بنديدو مذاکرات هيڅ معنا نلري.
د طالبانو وياند شاهدالله شاهد هم ويلي و چې بايد حکومت هم زموږ پر خلاف خپل عمليات ودروي او د دوی د ملګرو له وژلو دې لاس واخلي