ټولنیزه برخه

دیني او عصري زدکړې دواړه زمونږ د هیواد سترې اړتیاوې دي

مفتي نقيب احمد

درنو افغانانو!
په افغانستان کې د څو لسیزه انقلابونو له امله زمونږ ټولنه له تعليم (زدکړي) څخه پوره برخه نلري
او کوم چې زده کونکي دي هغوى دوه ډوله دي

ځینې اسلامي او دیني زدکړې کوي هغوى یوازې اسلامي خدمتونه په پام کې نیولي او د هغو ارزښتونه پېژني.
او ځینې نور بیا عصري زدکړې کوي هغوى بیا یوازې خپل ټولنيز خدمتونه په پام کې لري او هغه پېژني.

نو دا چې اسلام او ټولنه پوره یووالی نلري نو ځکه زمونږ د زدکړیالانو نظرونه او مفکورې هم یووالی نلري بلکې ډېر توپير لري؛

ځکه د مدرسې، ښوونځي او پوهنتون زده کونکي، زدکړیالان او ښوونکي ډېری وخت بېل نظرونه او مفکورې لري ځكه یو ډول زده کونکي د اسلام او بل ډول د خپلې ټولنې په ارزښتونو پوره نه پوهيږي؛

نو له همدې امله زمونږ په مسلمانه افغانه ټولنه کې نفرت، وحشت او د واټن لیرې والی رامېنځ ته کېږي؛

نو راځئ په ګډه دا کوښښ وکړو چې هر زده کونکی او زدکړیال مو اسلامي او عصري زدکړې دواړه وکړي ترڅو یو اسلامي او ټولنیز نظر ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فتح الله

یعني هرسړی دي هم ملا وي ، هم دې انجینر وي ، هم دي پښ وي ، هم دي بزګروي ، هم دي ډاکتروي ، هم دي میکانیک وي ، هم دي ډم اوهنر مند وي ؟

پریږده وروره بز به پای خود ګوسفند به پای خود

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x