
غزل/ عرفان الله عرفاني
عرفان الله عرفاني
تورو ته مې سپر خپله سينه کړله
غېشو کې ستومانه مې لينده کړله
ځمکې ته لوېده خو ماپرې نه ښوده
پورته مې د حق سپينه جنډه کړله
ما چې د تکبير چيغه پرې وکړله
ويښه مې خوب وړې معرکه کړله
زه چې ملا تړلی تر ډګر راغلم
مسته مې مړ ژواندې حماسه کړله
زه چې د غزا په نيلي سپور شومه
ورسته مې غازيانو بدرګه کړله
بېرته مو بايللی جنګ ترې وګاټه
هسکه مې د ننګ، غيرت شمله کړله
ډېر مې پر تندي وارونه وخوړل
بيا مې هم تر سره مقابله کړله
اوس يې د کلا لوړ برج ته وختم
خلاصه مې د سوبې دروازه کړله
ما يې ( عرفاني ) آذانګې واورېدې
تا چې پيل د فتحې ترانه کړله