نظــر

تسليم ګلبدين!!! – ډاکټرعطا محمد رحيمي

عنوان به حزبيانو ته د ټوپک ډز ښکاري، مګر دا يو واقعي ډز دى، چې دوى يې بايد د تحمل وړتيا په ځان کې پيدا کړي.
موږ به چې کله له حزبيانو سره بحث اوږد کړ، چې دا په دولت کې حزبيانو ستاسې برخه دي، کنه؟ نو دوى به په ډېر افتخار ويل، چې نه موږ د امر صاحب لارويان يو،چې په غرونو کې شپې کوي، که څه هم ګلبدين به د شمشتو د نصرت مېنې په مازيګريانو کې مزې کولې، او ددولت حزبيان به يې د حزب اسلامي پلويان نه بلل، بلکې د حزب سلامي پر نوم به يې يادول.

مخکې چې به کله چا د حزب اسلامي خلاف کومه ليکنه وکړه، نو دې ښاغلو به په طالبانو پسې وتاړه، او دوى به نو بيا هره خبره له هغه ځايه راپيلوله چې موږ لا په هغه وخت کې جهاد را پيل کړى و، چې ملايانو به ټوکونه ټولول.

دوى د جهاد دپيل پر پلمه نو هره ناروا ځان ته روا ګڼله، ځکه خو يې قلم او زرداد په ډېرو وياړنو ووياړل.

مګر په دې وروستيو کې ګلبدين رسماً له قطب الدين نه ملاتړ اعلان کړ، ځکه چې سړي وضعه وڅارله او پوهېده،چې خلکو نور نو دى هم پېژندلى او د دى څو ښاخه ډلګۍ هم، ارغندېوال يې ځانته ډنګوي، محمدخان يې ځانته، مامور جبارشلګرى يې ځانته، او جمعه خان همدرد بيا لانورې بابولالي وايي.
د ګلبدين دا په پاى کې تسلمېداى ، سړي ته شک ور اچوي، چې ولې يې تر اوسه د جهاد پرنامه د پرديو خلکو زامن او وروڼه قرباني کول؟؟؟

که چېرته دا ټاکنې روا او پکې برخه اخېستل سم کار وي، نو تېرو ټاکنو له دې سره څه بدلون درلود؟؟؟

په هرحال، د ګلبدين له دې وروستۍ تسلمېدا سړى داسې انګېري چې حزب اسلامي رښتيا هم د امريکايانو يوه پروژه ده، ځکه چې په دې کار سره غواړي د ټاکنو په ډارمه ګۍ کې د پښتنو رايې وويشي، که څه هم هغه څوک به واک ته رسېږي، چې د بادارانو يې خوښ وي، مګر ښکاره به غلامو رسنيو ته دا دليل لري، چې د پښتنو رايي خو نو وي کمې، ځکه د شمال لغړيان واک ته ورسول شول. دويم دا چې تراو سه پورې حزب اسلامي د مجاهدينو په مخ کې د خنډ يوه اوږده مخينه لري، چې تل يې په د وردګو په نرخ او چک کې آن له ا ربکيانو او پوليسو سره يوځاى په مجاهدينو چاپې وهلې دي، د دې کار لپاره د ګوډاګي رژيم دمنفورې څېرې حليم فدايي خپل اقرار بس دى، چې وايي په وردګو کې مې غټه توره د حزب سلامي او مجاهدينو خپل منځي جګړې اچول دي.

رښتيا هم، فدايي چې په خپله هم دګلبدين په اخور رالوى شوى، د خپل بلواک په وخت کې يې له حزبيانو سره د پرېمانو پيسواو مهماتو مرسته کړې ده.
همدا حزبيان و، چې د مجاهدينو پروړاندې به يې هرځاى خنډونه ايجادول او د دې خنډونو تر ټولو لوى فنډ به يې همدې امريکايانو ورکاوه، ا وس چې دوى پوى شول، چې ټوله ناټو او ورسره داخلي ګوډاګيان دفدايانو ګوزارونو ته د ټينګې نه دي، نو پوى شول چې نور نو دغه پروژه چې موږ به طالبانو ته خنډونه جوړو،او مريکايان به يې پيسې راکوي، پرمخ سم نه ځي، نو ځکه ګلبدين په دوه لاسي دې رژيم ته چې ده به مفسدباله، دې ناټو ته چې ده دښمنه بلله، د قطب الدين په وسيله د دوستۍ لاس ور اوږد کړ.

اوس نو رښتيا هم حزب اسلامي نه، بلکې حزب سلامي شو.

ډاکټر عطا محمد رحيمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x