افغانستان

امریکا څلور زرو باوري ترجمانانو ته ويزې ورکوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د امریکا مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو کمېټې هغه پرېکړه تصويب کړې، چې له مخې به يې هغو افغانانو ته د کډوالۍ ويزې ورکول کېږي، چې افغانستان کې يې له امريکايي ځواکونو ترجماني کړي وي.

 مشرانو جرګې دا پرېکړه په داسې حال کې تصويب کړې، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې، چې نورو افغانانو ته به د امریکا ويزې نه ورکول کيږي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت له پنټاګون سره په ګډه پرېکړه کړې، چې «ايس ای وي» يا د کډوالۍ ځانګړې ويزې هغو افغانانو ته ورکول کېږي، چې د افغان جګړې پر مهال يې له امريکايانو ته د ترجمانانو په توګه کار کړی وي، خو سپينې ماڼۍ ته د ټرمپ له رسېدو وروسته دغه پروګرام له ګواښ سره مخ شوی و.

د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير جان کيري دغه پروګرام پيل کړی و او ژمنه يې کړې وه، چې کومو افغان ترجمانانو په سختو شېبو کې له دوی د جګړو په ډګرونو وخت تېر کړي وي، دوی به په ترجيجي ډول ويزې ورکړي، خو دا نه ده روښانه، چې د ویزو ورکولو د ترجيح اصول به يې څه وي.

د روان کال جنوري کې، چې ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، د شپږو مسلمانو هېوادونو په اتباعو يې د ویزو بنديز ولګاو او اعلان يې وکړ، چې د افغانانو، پاکستانيانو او سعوديانو په ګډون د ځينو مسلمانو هېوادونو خلکو ته به د ويزې شرايط سخت کړي.

د ټرمپ له راتګ سره افغان ترجمانانو ته د ځانګړو ويزو د ورکړې پروګرام هم درېدلی و، خو د مشرانو جرګې يوې سناتورې جين شهين او څو نورو سناتورانو هڅې پيل کړې، چې کومو افغانانو له دوی سره سختې ګاللي، بايد ويزې ورکړل شي.

په افغانستان کې د امريکايانو او نورو بهرنيو پوځيانو ترجمانان وايي، چې هېواد کې يې ژوند ستونزمن دی، خلک ورته په ښه سترګه نه ګوري او ژوند يې هم له ګواښ سره مخ دی.

ډېری دغه ترجمانان غوښتنه کوي، چې امریکا يې بايد ور وغواړي او د دوی ژوند ته د پېښېدونکو ګواښونومخنیوی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

که امریکا په دومره قوت او طاقت د خپلو مزدورانو او غلامانو ژوند نه شی خوندی کولای نو دوی په دی یوه نیمه لسیزه کی څه لاسته راوړنی لری ، د امریکایانو او اروپایانو بچیان یی دکومو لاسته راوړنو دباره قربانی او د اروپایانو د مالیی ډالرو او ایرو په تریلونو ډالرو څه معامله ترسره شوی، مصلح د اشرارو او که اشرار د مصلحینو پسی تللی وو کوم یو ګټونکی او کوم یو بایللی ده؟ دغو څلور زرو ژبااړونکو ته چه دامریکا د راتګ ویزی ورکوی ، او دوی وایی چه مونږ څلور زره عسکر لیږو ددغه څلور زرو عسکرو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x