fbpx

له تورې بوړې تر ایبټ آباده ــ د اسامه زوی د خپل پلار کیسه کوي (وروستۍ برخه)

لیکوال : مصطفی حامد (ابوالولید المصري)

ژباړونکی: عبد الرحیم (ثاقب)

ایبټ آباد … د سفر وروستی پړاو.

د ۲۰۱۱ کال د می دوهمه

شپه ښه پخه شوې وه، پلار مي د خپل دري پوړیز کور په دریم منزل کې ویده وه چې په لاندنې پوړکې د نابلده غږونو په اوریدو را وغورځیده .

خپل زوي خالد ته یې ویل :

خالده ته ورښکته شه دا څه دي؟

خالد په بیړه را ولاړ او ښکتني پوړته ور روان شو.

کوم نا بلده غږونه چې زما پلار یې له خواږه خوبه را ویښ کړ هغه مو د کور په انګړ کې له هوا څخه د امریکايي کومانډو د راښکته کیدو غږونه و کوم چې په دې شپه کې د برید کولو لپاره راغلي وو.

یادو ځواکونو د دې برید لپاره ځانګړی تکتیک کارولی و، هغوی په دوو داسې ځانګړو پوځي څرخکو کې د کور تر انګړه ځان رارسولی و چې هیچا یې غږ نه و اوریدلی .

نه یواځې دا چې د هغوی څرخکو غورهاری نه کاوه ؛ بلکې د وسلو پیرونو یې هم غږ نه درلود.

زما پلار، د کورنۍ غړي او د هغوئ ګاونډیان د امریکايي ځواکونو په پیرونو نه ؛ بلکې د هغې څرخکې د انفجار په غږ راویښ شول کومه چې د کور په انګړ کې د ښکته کیدو په مهال پرځمکه راپریوته .

دواړه څرخکې مخکې تر دې چې د کور په انګړ کې ښکته شي له هوا نه یې کوماڼدويي ځواکونه د کور په انګړ کې پلي کړي ول.

هغوی ډیر په چټکي خپل عملیات تر سره کړل، خالد ورور مي چې د پلار په امر لاندې ورښکته کیده له خپلې کمرې لاندني پوړ ته په زینو کې و چې امریکايي ځواکونو ورباندې د بيغږه وسلو شپیلۍ راوړولې او دی یې د تل لپاره خاموشه کړ (وواژه)

د خالد تر وژلو سمدستي ورسته همداسې په ګړندیو ګامونو دریم پوړ ته راوختل ، د پلار د خوب خونې ته له ورننوتو سره سم یې پر هغه پیر وکړ، نوموړی یې ځای پرځای وویشت او پرځمکه راپریوت.

دا مهال له نوموړی سره وسله نه وه، زما مور (میره) مي د ویشتونکي امریکايي پوځي وسلې ته لاس ور واچاوه او له هغه سره چنګال شوه ، خو بیرحمه وژونکي هغه پرځمکه وغورځوله او بیايي په پښه وویشتله چې اوس هم هغه پښه نشي ور ټولولای.

تر دې ورسته یې زمونږ د کور ټولې ښځې او ماشومان په یوه کمره کې سره راغونډ کړل لاسونه یې تر شا ور وتړل او د ټولو مخونه یې د یوال ته وګرځول.

لیږ ګړۍ وروسته مي ورته د پلار په وینو لړلی جسد راوړ او د هغوی ترشا یې پرځمکه وغزاوه .

۹ نمبر پوځي د کور پر ښځو او ماشومانو غږ وکړ او ورته ویې ویل:

ورته وګورئ!

دا څوک دی ؟

هغوئ ټولو د یاد جسد په لیدو سره په یوه غږ ورته وویل :

هذا عبد الله (دا عبدالله دی.)

تردې وروسته یې دوئ ته وویل چې تاسو مو بیرته مخونه دیوال ته واړوئ او له دې سره سم مي د پلار بیروحه جسد له ځان سره یووړ او د خالد هغه یې همالته پریښود.

د امریکايي سرتیرو تر تللو څه وخت وروسته پاکستاني پوځیان راغلل، او د امریکایانو لخوا لاس تړلي ښځي او ماشومان هغوی له ځانه سره بوتلل.

د کور په انګړ کې یوه نه زغمل کیدونکې فضا حاکمه وه ، د خالد مور د خالد جسد ته په رارسیدو سره پر هغه ورټیټه ، د هغه په وینو لړلی تندی یې د وروستي ځل لپاره ښکل کړ او نور تري روانه شوه.

د کور په کونج کې د کور عمومي دروازې ته نیږدي ځانګړی ځای و چې په هغه کې پیره دار له خپلې دری کسیزې کورنۍ ( میرمن او دووزامنو) سره اوسیده او په همدې شپه ورته یوبل میلمه هم راغلی و.

برید کوونکو هغوئ له میلمه سره ټول یوځای ووژل …

دا پیره دار هماغه ابو احمد الکویتي (افغانی) و چې د کونړ غرونو ته مي پلار ته په یوه خوندي ځای کې د کور جوړولو په نیت راغلی ، په ایبټ آباد کې دا کور د ده په نوښت جوړ شوی او تر لس کاله زیات وخت ورسره په همدې کلی کې د پیره دار په توګه پاتې شوی و.

امریکايي ځواکونو خپله هماغه غورځیدلې څرخکه هم ورسره یووړه خو د اسامه ، خالد او نورو شهیدانو په وینو ککړ کور یې همداسي ړنګ بنګ پریښود…

پای
…………………………………………

درنو لوستونکو!

(له تورې بوړې تر ایبټ آباده .. ) لیکنې د ژباړې د نشر په اړه لوستونکو د هغې په اړه دمؤید او مخالف په حیث بیلابیلې تبصرې کړې، ځینو د دې ژباړې نشرول یو ضرورت او ځینو نورو بیا هغه نامناسب ګڼلی ، تر دې چې یوه احساساتي ښاغلی هغه د تتبع العورات په کټګوري کې شرعا ناراوا او مردود امر بللی …

د لیکنې په اړه مثبت او منفي تأثرات خپله په لوسونکو پوري اړه لري زه ورباندې څه ویل نه غواړم.

ما شخصا د هرې برخې تر نشرولو وروسته د نن په سایټ او د سایټ اړوند د فیس بوک په صفحه کې ټولې تبصرې ، مشارکې ، او لایکونه کتلې چې یاده لیکنه په مجموع کې په لسګونو زرو کسانو خوښه کړې ، په سلګونو نورو هغه شریکه کړې او تعلیقات ورباندې کړي، چې د پورتنیو توضیحاتو له مخې د لیکنې د نشر او عدم نشر په اړه خپله د لوستونکو له قضاوت څخه ښه معلومیږي.

همدا راز د لیکنې په اړه د مخالف نظر لرونکو اشخاصو له جملې څخه ځینو دا نظر هم ورکړی چې ولي دا لیکنه مشخصا په دې خاص وخت کې نشریږي؟

په دې اړه مونږ د لیکنې د اعلان په برخه کې پوره وضاحت کړی او دا مو ویلي چې اصلا دا لیکنه د اسامه د کورنۍ او القاعده تنظیم لخوا د څیړنیز ژورنالیږم د دوو تنو برتانوي لیکولانو میرمن کیتراین سکاټ کلارک (Cathy Scott Clark) او ایدراین لیوي (Adrian Levy) د (EXILE) نومي کتاب چې په هغه کې د القاعده تنظیم په داخلي جریاناتو او د اسامه پر کورني تبصرې شوې د یوه غبرګون په حیث لیکل شوې.

د ژباړې په دوهمه برخه کې چې د حکمتیار صاحب په اړه کوم توضیحات ورکړل شوي ، مونږ یې د صحت او سقم په اړه د لیکنې له لیکوال سره رابطه کړې چې هغوی یې په اړه ښايي په هغې مرکې کې پوره وضاحت وکړي کومه چې به په دې نیږدي راتلونکي کې له نن ټکی آسیا څخه خپره شي.

په آخیر کې یوځل بیا زه د ژباړونکي په حیث دا سپیناوی اړین بولم چې ما پورتنۍ لیکنه یواځې د یوې مهمې معلوماتي لیکنې او د هغې له محتویاتو څخه د خپلو هیواد والو د خبرولو په خاطر کړې چې د هغې د خوښه ولو او ناخوښه ولو قضاوت خپله د درنو لوستونکو حق دی او زه ورباندې له خپل لوري څه ویل نه غواړم.

دا هم د لیکوال په خپل سایټ کې د لیکنې د اصلی متن لینک دی چې لوستونکي کولای شي هلته د هغې عربي متن وګوري:

عربي متن د مصطفی ابوالولید په پاڼه کې دلته کتلای شئ

==

ددې لیکنې ټولي برخې دلته لوستلای شئ:

https://tinyurl.com/nunn-usama

avatar
7 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

زہ خودآخیرہ حصہ بکل نہ منم :شاکری شاری

محمد احمد
ایډیټر
محمد احمد

د وروستۍ برخې په اړه وضاحت ! دا چې دا لیکنه له عربي متن څخه ژباړل شوې ، په هغه متن کې چې د لاهور، راولپنډۍ، کراچۍ، کویټې ، او ایران تذ کر شوی هغه یواځې د یادښت په ډول شوی ، نه د تفصیل د واقعې په توګه . یعنې د دې کیسې روایت کوونکي یاد ځایونه یواځې د خپل سفر د منزلونو ( یا سټاپونو ) په توګه یاد کړي چې دی باندې تیر شوی ، همدا راز بندي شوي او ځوررول شوی خو بیرته له دې ټولو مشکلاتو څخه خلاص شوی خو د کیسې لیکوال د یاد… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

محمد احمد صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه ! ستاسی د اخری څو جملو له وضاحت څخه په مننه یو وړاندیز لرم او هغه دا چه : اسامه رح کوم کوچنی شخصیت نه وو ، تر صلاح الدین ایوبی که زیات نه وو کم هم نه وو ، دا چه ایوبی رح فتوحات وکړل او هغه یی وساتلی شول د هغه د ښه ایمان او مورال نماینده ګی کوی او هم د هغه وخت د مسلمانانو د پیاوړتیا او د صلیبیانو د کمزورتیا او داسی نورو شرایطو پوری هم اړه لری ، اسامه رح د تاریخ په هغه برخه… نور لوستل »

الحاج ثمین بارکزی
میلمه
الحاج ثمین بارکزی

د عمر روژه یی په غو….. ماته کړه د څه شی مجاهد ټول کار سر یی افغان ولس تباه و برباد کړو اخر لاړو د پاکستانی پوځ غیږه کی میشته شو د پاکستان استخباراتو بچی

انعام
میلمه
انعام

شاکر شاری صاحب ، حیرانوونکی او ناپیژانده جمله دی لیکلی ( زه خو دا برخه نه منم ) ولی ؟ لمړی : دا خو یو تاریخی لیکنه او د اسامه رح له توری بوری تر ابیت اباد او بلاخره تر شهادته د سترګو لیدلی حال او هغه هم د هغه د زوی له خوا وو ټوله فیصه به نه وی لیکل شوی مګر څه چه لیکل شوی هغه سل په سلو کی سم او په حقایقو تکیه لری، ستاسی د منلو او نه منلوو د پاره پکی یوه ذره ځای هم نشته . دوهم : حتی که د داسی نامعلومی… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

یو ځل بیا ډیره مننه ښاغلی ثاقب صاحب د ښه او خوشحاله عمر چیښتن سی له ایمانه سره او الله دی د شیخ اسامه شهادت قبول او منظور کړی انشاالله چی د امریکا بدنامه اداره به د دی شهیدانو پور پری که یی او حتمی به د دغو شهیدانو غچ انشاالله ترینه واخیستل شی .

شیر شاه
میلمه
شیر شاه

د دغي لیکني دویمه برخه چي د حکمتیار صاحب په هکله لیکل شوي ده د پوښتني وړ ده او په اړه یي ډیر شکونه راوړا ړیدۍ شي داچي حکمتیار صاحب شیخ اسامه ( رح )یو حلقه ساعت د توفي په شکل ورکوي او هغه پر شکوي او یا د شیخ اسامه رح د استوګني له څنګه د ثریا تیلفون په واسطه خبري کوي دا ټولي خبري د باور وړ ندي ځکه که خدای مکړه حکمتیار صاحب داسي سخصیت وۍ او دامریکایانو سره په ارتباط که وۍ هغه په ډیره آسانی سره کولۍ شول چي شهید اسامه رح امریکایانوته په لاس… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

شیرشاه صاحب نیکی هیلی می ومنه شیرشاه صاحب شیرشاه صاحب ! ستاسی دا خبره چه ګلبدین ورته ساعت تحفه ورکړی وو دا به دروغ وی، دلیل مو لیکلی چه که حکمتیار دا کار کولی نو له دی ساعت غیره یی هم کولی شو ، که د حکمتیار په ځای بل کوم رهبر دا کار کړی وی کیدو شو د څیړنو او بوښتنو اړه به په کی وه. مګر دا چه حکمتیار کړی او تاسی د حکمتیار د نه کولو د پاره دلیل لیکلی چه هغه یو مجاهدی مشر دی دا کار به یی نه وی کړی زه ورسره توافق نه… نور لوستل »