afghan-war shelling

۱۳ کاله وروسته د امریکایانو اعتراف: د افغانستان اشغال یو ناسمه پریکړه وه

نن ټکی آسیا: د یوې تازه سروې سره سم دا لومړی ځل دی چي امریکایان په غوڅ اکثریت سره په دې اعتراف کوي، چي په افغانستان کي ددوی نظامي یرغل او اشغال یوه  ناسمه او غلطه پریکړه وه او باید افغانستان اشغال شوی نه وای.

دا سروې چي د امریکا یوه څیړنیز مرکز ګالپ (Gallup) کړې وايي، دا لومړی ځل دی چي د افغانستان اشغال په غالب اکثریت سره امریکایانو ته یوه ستره تېروتنه مالومیږي.

یاد مرکز د افغانستان د اشغال د لومړي کال څخه بیا تر اوسه هر کال دا څیړنه کوي، او وايي چي اوس وخت کي ۴۹ سلنه امریکایان دا فکر کوي چي د افغانستان اشغال یو غلطه او ناسمه پریکړه وه او باید نه وای شوې او د دوی په مقابل کي ۴۸ سلنه بیا د افغانستان اشغال مناسب اقدام بولي.

راپور زیاتوي چي د ۲۰۰۱ کال څخه بیا تر ۲۰۱۴ پورې د افغانستان د اشغال سره د امریکایانو دلچسپي کال په کال په تدریجي توګه کمه شوې، په ۲۰۰۱ کال کي د جګړې په پیل کي ۸۹ سلنه امریکایانو د افغانستان جګړه یوه تېروتنه نه بلله او ۹ سلنه امریکایانو بیا ځیني ملاحظات لرل؛ خو د ۲۰۰۲ کال په لومړۍ میاشت کي ۹۳ سلنه امریکایانو د افغانستان د اشغال حمایت کاوه؛ خو له هغه وروسته چي څومره جګړه اوږدېده،او  چې څومره یې پر امریکایانو اقتصادي او ځاني تلفات زیاتېدل، ورسره جوخت د جګړې او اشغال ملاتړ کمېده، آن تر دې چي په ۲۰۱۳ کال کي ۵۱ سلنه امریکانو وویل چي دوی د افغانستان د اشغال پرېکړه ناسمه نه بولي.

خو سږ کال چي د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو کال دی او ټاکل شوې چي د کال تر پایه به ددې ځواکونو اکثریت له افغانستان څخه وزي او تر اوسه امریکایانو او ایتلافیانو یې په زرګونو پوځیان له لاسه ورکړي او په زرګونو یې ټپيان شوي، او هم یې په پراخه پيمانه اقتصادي ستونزې ګاللې دي. د امریکایانو غوڅ اکثریت دې قناعت ته رسیدلی چي د افغانستان جګړه او اشغال یې یو ناسمه پریکړه وه او باید له لومړۍ ورځي څخه امریکا افغانستان کي ځان نه وای ښکېل کړی.

باید وویل شي چي ددې سروې مقصد دا نه دی چی اوس څومره سلنه امریکایان ددې جګړې حمایت کوي، بلکي پوښتنه داسي شوې چي د هغه وخت د حالاتو په تناظر کي تاسو د افغانستان د اشغال او جګړې پریکړه سمه بولئ، او که نا سمه؟ او په ځواب کي یاده پایله را وتلې. کنه دوه میاشتي تر مخه د امریکا د مشهوره تلویزون سي ان ان له خوا نشر شوې سروې ښيي چي ۸۲ سلنه امریکایان د افغانستان د جګړې مخالفت کوي او غواړي چي ژر تر ژره دغه جګړه پای ته ورسیږي او امریکايي فوځونه بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.یوازې او یوازي ۱۷ سلني اوس هم د جګړې حمایت کوی.

په لاندي انځور کې د کال پر کال شوې سروې ګراف کتلای شئ ، په کوم کي چي امریکایان پوښتنل شوي چي د امریکا د 2001 پریکړه چي باید افغانستان اشغال کړي، سمه وه او که نا سمه.

afghan war mistake

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د