نړۍ

د ابوبکر البغدادي د مرګ د انځورونو حقیقت څه دی؟ (انځور)

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د ایران د انقلابي ځواک یوه جګپوړي چارواکې «علي شیرازي» ادعا کړې چې د «داعش» ډلې مشر حتما وژل شوی دی.

نوموړي نور معلومات نه دي ورکړي او د هغه تر مخه روسیې هم د یقین تر حده ادعا کړې وه چې ابو بکر البغدادي سل په سله کې ددوی په یوه بمبار کې وژل شوی دی خو امریکايي او عراقي سرچینو دا خبره نه وه ورسره منلې.

نن د ایراني چارواکې له لوري د نوموړي د وژل کېدو د اعلان سره سم د ایران خبري اژانس (irib) د بغدادي د وژل کېدو د خبر سره یو شمېر انځورونه نشر کړي او ویلي چې دا د بغدادي د وژنې وروسته انځورونه دي.

خو انځورونه زاړه دی او ډېر پخوا د یوه داعشي د وژل کېدو وروسته مکرر نشر شوی دی.

د عربي رسنیو د راپورونو سره سم د عراق رسنیو دغه انځورونه تېر کال ۷ ځله نشر کړی وه او ادعا یې کړې وه چې دا داعش یوه قومندان «شاکر وهیب» جسد دی خو بیا هم نه وو، ځکه چې شاکر وروسته تر وژل کېدو د داعش له لوري په رسمي ډول ومنل شو او انځورونه یې هم په یوه مجله کې نشر شوه.

باید وویل شي چې په عراق کې د داعش مرکزي ښار «موصل» د داعش له لاسه وتلی او هغه مسجد (جامع النور) چې بغدادي ځیني خپل خلافت اعلان کړی وو، عراقي ځواکونو به تخریب شوي حالت کې تر خپلې ولکې لاندي راوستلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x