افغانستان

د حامد کرزي نوې مرکه: امریکا په افغانستان کې داعش ته لاره هواره کړه / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه تلویزون (TRT World) سره په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې داعش ته لاره هواره کړې ده او دا اوس هیڅ پټه خبره نه ده.

نوموړي وویل چې امریکا په جلال اباد کې ډېره ستره پوځي اډه لري او ددوی تر نظر لاندي د داعش وسلوال سره را ټولېدل خو دوی څه نه ورته ویل بلکې غوښتل یې.

نوموړي وویل چې د ننګرهار خلکو ده په کراتو ویلي چې نامعلومې الوتکې په ننګرهار کې داعش ته وسلې غورځوي. او پوښتنه یې وکړه څرنګه ممکنه ده چې د افغانستان فضا باندي امریکا واکمنه وي او بیا دلته نامعلومې الوتکې پروازونه وکړي او یو خاصې ډلې ته وسلې وغورځوي؟.

نوموړي وویل امریکا پوهېدل چې په ننګرهار کې داعش ډله جوړیږي خو دوی څه نه ورته وویل او سر یې نه په ګرځوی.

ویډیو:

خبریال پوښتنه وکړه چې ستا په نظر کتل او یا پوهېدل نو کومک شو؟

حامد کرزي وویل: دوی لومړی په خبر شول چې دلته داسي ګروپونه را ټولیږي، بیا یې ورته کتل او څه یې نه ورته ویل او بیا داسي وخت راغی چې هلته نامعلومو الوتکو هغوی ته وسلې ور غورځولې.

نوموړي وویل د سیمې خلکو ورته ویلي چې په ننګرهار کې داعش وسلوالو ته الوتکې وسلې غورځوي خو دا یې نه دي ورته ډاګه کړي چې دا الوتکې د چا وې؟، او اوس مهمه پوښتنه همداده چې څرنګه ممکنه ده چې د امریکا څخه بغیر نوري الوتکې په افغانستان کې وسلوالو ته وسلې وغورځوي او امریکا دې نه په خبریږي، ځکه د افغانستان فضا ټوله د امریکایانو په لاس کې ده.

حامد کرزي د یوې بلې پوښتنې په جواب کې وویل چې د امریکايي ولس پر قربانیو د هغوی څخه بخښنه غواړي، خو د امریکايي حکومت پالیسیو زمونږ هیواد ته نور هم ضرر ورسوی.

خبریال د نوموړي څخه پوښتنه وکړه چې ته څرنګه ددې جرآت کوي چې امریکایان د افغانستان په ضرر وبولې، د هغوی پر اوږو باندي ته کابل ته راغلې او تاسو ورته ښه راغلاست ووایه.

نوموړي وویل چې زه ددې جرآت کوم چې امریکایان او داعش یو رنګه وبولم، دواړه د افغانستان لپاره په ضرر دي. او زیاته یې کړه دداسي دی لکه یو ناروغ چې ډاکټر ته ورځي او ځان ور ښکاره کوی، او په هغه باندي ځان تداوي کوي، نو طبیعي ده چې ناروغ به ډاکټر ته ښه راغلاست واي، خو داچي وروسته ډاکټر هغه ته سمه دوا نه ورکوي او ناروغ پوهیږي چې سمه دوا نه راکوي، په داسي صورت کې به ناروغ هیڅکله په دغه ډاکټر تداوي ونه کړي، مونږ هم نور نه غواړو چې په امریکایانو تداوي وکړو.

نوموړي وویل چې زه نور په سیاست کې برخه اخیستل نه غواړم او زه چې څه وایم، دا په دې خاطر نه وایم چې زه بیا د افغانستان ولسمشر جوړېدل غواړم، ما خپل وخت تېر کړ، زه غواړم چې نوي ځوانان را مخته شي او د هیواد چاري په لاس کې واخلي.

کرزي وویل چې په کال ۲۰۰۹ کې امریکایانو په انتخاباتو کې مداخله وکړه او غوښتل یې چې ماته هم اجرائیه رئیس وټاکي خو ما ورسره ونه منله، بالاخیره یې د اجرائیه ریاست هغه زړه فارموله په کال ۲۰۱۴ کې د اشرف غني سره وکاروله.

سرچینه: ټي آر ټي ورلډ (TRT World)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمال

شک نشته چه د تاریخ اوږدو کی مونږ اکثره عیاش شاهی رژیمونه درلودل ، ډیرو شاهانو به د ناپوهی او عیاشیو له امله هر ډول فساد، خیانت او ګډوډی ګانی ترسره کړی وی مګر هغو ته ملی خیانت نه ویل کیږی ملی خیانت هغه چه د بارنو سره د خپل ملت د خاوری ، خلکو ، خپلواکی او ناموس په ضد دریدلی او د هغو په اوږو ( ڼانکو ) سپاره راوړل شوی د هغوی د پاره یی هر څه تر سره کړی دملت څه چه خبل ناموس یی هم د بادارانو د خوشالولو د پاره قربانی کړی دغه کړنو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x