kabul-blast

کابل: له څلورمې حوزې سره چاودنه وشول

نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د کابل ښار، د د څلورمې حوزې اړوند د لب جر په سيمه کې د چاودنې دروند غږ واورېدل شو، چې وروسته د کابل د پوليسو د جنايي جرمونو د برخې مشر سيدګل اغا هاشمي رسنيو ته وويل، چې دا بريد د کوم ريموټي بم نه و، بلکې يو سرتېرى بريد، چې د دوى په خبره يواځې پکې سرتېرى له منځه تللى دى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، او نه تر اوسه بل لوري د چاودني پړه پر غاړه اخیستی.

خو دسيمې د خلکو په خبره ښايي د سرتېري هدف د یو سيمه ا يز قوماندان موټر و، چې شېبه مخکې له دې حوزې تېر شوى و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د