ورزش

کرکیټ: زمبابوې په ۶ وکټه سیرلانکا ته ماتې ورکړه / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د زمبابوې لوبډله د سیرلانکا سره د پنځه یوه ورځنیو لوبو لپاره دا وخت په سیرلانکا کې ده او نن یې په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې کوربه لوبډلې ته لوی شکست ورکړ.

ننۍ لوبه د سیرلانکا په «ګالې» ښار کې وشوه، چې زمبابوې په ۶ وکټونو وګټله.

د لوبې پچه سیرلانکا وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، او په خپل وار یې په ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۶ منډې جوړي کړې. چې سکور کارډ یې په لاندي ډول دی:

په جواب کې د زمبابوې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۸م اور کې دغه هدف په اسانۍ سره تر لاسه کړ او لوبه یې په شپږ وکټه وګټله.
د زمبابوې سکور کارډ په لاندي ډول دی:

باید وویل شي چې دا په تیرو ۲۰۰ لوبو کې لومړی ځل دی چې سیرلانکا ته په میلمستیا ورغلې یوه لوبډله دي وتوانیږي چې د کوربه هیواد څخه د ۳۰۰ جمعه هدف لوبه وګټي.

د زمبابوې لوبغاړی «مایر» چې په چټکې توپ وهنې پيژندل کیږي، د سیرلانکا له لوري دوه ځله د کیچ کېدو څخه بچ شو او د کپتان «انجیلو ماتیو» په وینا د سیرلانکا سکور کافي وو خو بال غورځوونکو او ډګر ساتونکو سمه لوبه ونه کړه، ځکه یې د زمبابوې پر لاس تاریخي شکست وخوړ.

د لوبې غوره لوبغاړی ایس مایر ونومول شو، نوموړي په ۹۶ بالونو کې ۱۱۲ منډې جوړي کړې.

ددواړو لوبډلو تر منځ به دوهم لوبه درې ورځې وروسته د جولايي میاشتي په ۲مه په همدې لوبغالې کې وشي.

د لوبې لنډیز: ( په بخښني سره، لوبه تازه ختمه شوې، ځکه یې لنډیز لا نه دی خپور شوی، خو د همدې لوبې لاندي یو څو ویډیوګانې کتلای شئ):

https://www.youtube.com/watch?v=K8iQXy0uBtY

https://www.youtube.com/watch?v=gqS9OGq9YgI&t=77s

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x